کور / راپور / په پروان کي د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په پروان کي د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نن غرمه مهال په پروان کي د ولسمشر غني ټاکنیزه غونډه روانه وه، چي چاودنه رامنځ ته سوه. د پروان ځايي چارواکي چاودنه تاییدوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د پروان د والي ویانده وحيده شهکار وايي، چي دغه چاودنه په جنګل باغ سیمه کي د محمد اشرف غني د ټاکنیزې غونډې نه بهر د پولیسو پر رنجر موټر سوې ده.

بل پلو د پروان د ولایتي روغتون رییس قسیم سنګین ویلي چي د پېښې له ځایه ۲۴مړي او ۳۱ ټپیان ور وړل سوي دي. د پروان ولایت مقام بیا وايي چي پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته سوې ده

بل خوا د کابل ښار په د صحت عامه څلور لاري کي هم چاودنه سوې چي تر دې دمه ئې بشپړ جزئيات نه دي ښکاره سوي.
د دواړو چاودنو مسؤلیت چا نه دی منلی.