په پروان او کابل کي چاودنو درنه مرګژوبله اړولې ده

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 17th, 2019


د کابل ښار د دفاع وزارت د پيژنتون په دروازه کي بمي بريد سوی دی.

دغه پېښه د صحت عامه څلور لاري سره سوې او د چاودني وروسته د سپکو وسلو د ډزو ږغونه هم اورېدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د کابل ښار د دوهم مکروریانو په سیمه کې د ملي دفاع وزارت د پېژندون په قراول کي سوې ده.

تراوسه د پېښي د نوعيت او مرګژوبلي په تړاو راپور نه دی ورکول سوی.

بل خوا په پروان ولايت  کي هم د ولسمشر غني پر ټاکنیز کمپاین چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نن غرمه مهال په پروان کي د ولسمشر غني ټاکنیزه غونډه روانه وه، چي چاودنه رامنځ ته سوه. د پروان ځايي چارواکي چاودنه تاییدوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د پروان د والي ویانده وحيده شهکار وايي، چي دغه چاودنه په جنګل باغ سیمه کي د محمد اشرف غني د ټاکنیزې غونډې نه بهر د پولیسو پر رنجر موټر سوې ده.

بل پلو د پروان د ولایتي روغتون رییس قسیم سنګین ویلي چي د پېښې له ځایه ۲۴مړي او ۳۱ ټپیان ور وړل سوي دي. د پروان ولایت مقام بیا وايي چي پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته سوې ده
د چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

Copyright Larawbar 2007-2024