کور / راپور / د طالبانو يو هيات د ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی دی

د طالبانو يو هيات د ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی دی

وروسته  له هغه چي امريکا د طالبانو سره د سولي خبري اتري لغوه کړې د طالبانو درې کسيزه استازی تهران ته تللی او هلته ئې د ايراني چارواکو سره ليدلي دي.

په قطر کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهین پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي د مولوي عبدالسلام رحيمي په مشری دغه هيات تېره ورځ د ايران پلازميني تهران ته رسېدلی او هلته ئې د ايران د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره کتلي دي.

له دې وړاندي د طالبانو يوه بله ډله د روسيې پلازمېني مسکو ته هم تللې وه او هلته ئې د افغان سولي په تړاو د روسي چارواکو سره کتلي وه.

د مسکو له تګ ورسته ځيني طالب استازي چين ته هم تللي دي.

يوه اونۍ وړاندي د امريکا ولسمشر د طالبانو سره د سولي هر ډول خبري اتري ودرولې او وئې ويل، چي طالبانو د مذاکراتو پر مهال په کابل کي چاودني وکړې او هلته ئې د يو امريکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل چي په دې سره دوی نور د طالبانو سره خبري مخ ته نه بيايي.

طالبانو مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزی وايي، دوی اوس هم ليواله دي چي د امريکا سره د سولي خبري وکړي.