کور / راپور / د هند د بهرنيو چارو وزير: يوه ورځ به د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير هم نيسو

د هند د بهرنيو چارو وزير: يوه ورځ به د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير هم نيسو

د هند د بهرنو چارو وزیر ايس جي شنکر وایي، چي دوی به يوه ورځ د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير هم ونيسي او د هند تر قانون لاندي به ئې راولي.

جي شنکر وايي، دا مالومه خبره ده  چي د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير په حقيقت کي د هند خاوره ده او يوه ورځ به دا خاوره د خپل اصلي هيواد پوري نښلوي.

نوموړي دا هم وويل، چي اوس د کشمير ډېره برخه د هند تر کنټرول لاندي ده، خو يوه ورځ به داسي هم راشي چې کشمير به په بشپړه توګه د هند تر ولکې لاندي وي.

له دې وړاندي د هند د پوځ مشر جنرال روات ويلي، چي پوځ ئې هر وخت تيار دی ترڅو د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير هم ازاد کړي او په هند پوري ئې وتړي.

ښاغلي روات وويل، زموږ پوځ هروخت دې ته تيار دی چي د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير ونيسي او د هند برخه ئې کړي.

د هند د پوځ مشر بپين راوت

د هغه په خبره، هندی پوځ تل د خپلو مشرانو امر ته انتظار دی او چي هرکله امر ورته وسو دوی به ئې عملي کوي.

روات دا هم ويلي، چي د هند دوهم ګام به د پاکستاني کشمير ازادول وي.

په دې هکله د هند د رياستي چارو وزير جتندراسنګ هم ويلي وه، چي ددوی بل ګام به له پاکستان څخه د کشمير ازادول وي او هغه به د هند په خاوره ورګډ کړي.

جتندراسنګ ويلي وه، چي دا د ده يا د ددوي د حکومت خبره نه ده بلکه دا قانون په کال ۱۹۹۴ م کي د هند د وزيراعظم نرسهما راو په حکومت کې منظور سوی دی خو تر اوسه پرې عمل نه دی سوی.

د تېر اګسټ مياشتي پر پنځمه نېټه هند تر خپل کنټرول لاندي کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختک کړ او هغه ئې په بشپړه توګه د هند تر قانون لاندي راوستی.

له دې پرېکړي وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی نور هم لوړ سو.

د پاکستان لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير ويلي، چي کېدای سي د کشمير پر سر ئې د هند سره اټومي جکړه ونښلي.