کور / اقتصادي / ټرمپ: د ايران سره جګړه نه غواړم، خو امريکا د پوځي اړخه تياره ده

ټرمپ: د ايران سره جګړه نه غواړم، خو امريکا د پوځي اړخه تياره ده

په سعودي عربستان کي د تيلو د توليد پر دوو مرکزونو د بريد له امله په نړيواله کچه سياسي فشارونه زيات سوي دي.

نن د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بحرين د شاهزاده سلمان بن حمد الخليفه سره په سپينه ماڼۍ کي تر ليدلو وروسته وويل، لومړی دا مهمه ده  چي د بريد عاملين وموندل سي او دا جوته سي چي بريد چا کړی دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وويل، چي په سعودی کي د تيلو د تاسيساتو د بريد په غبرګون کي تيار دی چي پر عاملينو ئې پوځي بريد وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وويل، په دغو بریدونو کي د ایران تورنولو ته ډېر نژدې سوي يو.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د بحرین له ولیعهد سره تر لیدنې وروسته وویل: “څومره ژر چي ئې ومومو له تاسو سره به ئې شریک کړو. خو تر دې دمه همداسې ښکاري.”

ټرمپ په ټینګار سره وویل، چي دی له ایران سره جګړه نه غواړي خو امریکا له پوځي اړخه تیاره ده.

درې  ورځي وړاندي بې پيلوټه الوتکو د سعودي  عربستان د تيلو د توليد پر سترو کارخانو بريد وکړ او په دې سره د سعودي د تيلو په توليد کي تقريبا نيمايي برخه کمښت راغلی.

د بريد وروسته په نړيوالو بازارونو کي دتيلو بيې هم لوړي ختلي دي.

که څه هم ددغه بريدونو پړه په يمن کي حکومت مخالفي وسلوالي ډلي حوثي ياغيانو پر غاړه واخيسته، خوامريکا او سعودي په دغه بريدونو کي ايران تورن کړی دی.

ايران په بريد کي ښکېلتيا رد کړې ده.