کور / راپور / مردان کې د ډينګي ناروغي ۵۴ کسان روغتون ته رسولي دي

مردان کې د ډينګي ناروغي ۵۴ کسان روغتون ته رسولي دي

د خيبر پښتونخوا په مردان علاقه کې د ډينګي وبا خپره شوې او دا مهال په دې ناروغي باندي ۵۴ کسان ککړ شوي دي.

د راپورونو له مخي په دغه ناروغي باندي اخته کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي، خو لا هم په ليري پرتو سيمو کې ډېر داسي کسان شته چې روغتون ته لاسرسی نه لري او په کورنيو درملو علاج کوي.

په پېښور او ورڅېرمه سيمو کې هر کال د مني موسم په رانژدې کېدو سره د ډينګي ماشي ناروغي رامنځ ته کېږي چي د ډېرو کسانو ژوند اخلي.

د روغتيا مسؤولين وايي، چي د خلګو لپاره پوهاوی اړين دی، ترڅو د يادي ناروغۍ د بچ کېدلو لپاره د ډاکټرانو لارښووني عملي کړي او ددې ځورونکي ناروغۍ کچه را ټيټه شي.