کور / د ډيورنډ کرښه / پکتيا اوسېدونکي: که حکومت د پاکستاني پوستو مخه ونه نيسي، موږ به خپله لاس په کار سو

پکتيا اوسېدونکي: که حکومت د پاکستاني پوستو مخه ونه نيسي، موږ به خپله لاس په کار سو

راپورونه وايي، چې د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ کي ډيورنډ فرضي کرښي دې غاړي ته پاکستاني عسکرو پوستې جوړي کړي دي.

د ملي شورا غړي او ځايي اوسېدونکي وايي، چي پاکستاني عسکرو له ډېري مودې راهيسي د ډيورنډ منحوسي کرښې دې غاړي ته د اغزن تار نښلولو کار پيل کړی او اوس ئې د ځاځي اريوب ولسوالۍ په خاوره کي پوستې جوړي کړي دي.

ځايي خلګ له افغان حکومت غوښتنه کوي، چي د پاکستاني  پوځیانو ددې کار پر وړاندې غبرګون وښيي، که نه وي دوی به په خپله ددې کار مخه ونيسي.

د پکتیا ولايتي چاوراکي وايي، تېر کال هم په ځینو سیمو کي پاکستاني عسکرو دغه ډول غیر قانوني پوستې جوړې کړې وې ،چي پر وخت ئې مخه ونیول سوه او په خبره یې اوس به یې هم پر وړاندې اقدام وسي.