کور / نوميالي / جانان کاکا سياسي مزل

جانان کاکا سياسي مزل

ليکوال:  بشرمل ناصر

 

د مېړنۍ او دغازي شيرجان کاکړ دوينې او مينې رشته دار په خاورې مين جانان د چارمحمد زوى په 1950کال کې دسويلي پښتونخوا دږوب په ښار کې زېږېدلى دى دشين کڅ (شنه بين) يې پلرنى ټاټوټى دى چې دږوب له ښاره په يوڅوکلومتره  دشمال وطرف ته پروت دى چې دشنو غزو کڅ دى په دې خاطر يې شين کڅ بولي.

له شين کڅ څخه راکډه شوى دى چې وښار ته نږدې په 25کلومتره واټن کې دقبلې وطرف ته په کلې پخه ملور کې ژوند کوي چې اووه اولادونه يې دى چې درې نارينه محمدرمضان ، صالحان او شمس الرحمن دي او څلور يې لوڼي دي .

جانان چې مشهوره په جانان کاکا دى دتعليم له خوږې مېوې بې برخې نه دى، ترلسم ټولګۍ پورې يې زده کړي کړې دي او اولادونه يې ټول سواداره دي. ترخپله توانه يې دعلم ډېوه بله ساتلې ده او ژوند يې په کې دې تېر کړ دسياست مزل يې هغه وخت پيل کړ چې کله يې دستر سالار خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي سره دږوب په جلسه کې په 1970شااوخوا کې ليدنه وشوه،  دهغه له شخصيت څخه متاثر شو او دسياست په ډګرکې يې برخه واخيسته، دخان شهيد دکاروان ملګرى شو او ددې کاروان په درد او غم يې ځان شريک کړ.

کله نا کله به په پير غفورشاه سړک باندې له ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل سره هم ناسته کوله چې دلته به ډېر ځوانان ماښام له لمانځه ورسته راتلل او سياسي ليکچرونه به يې دعبدالرحيم صاحب له خولې اورېدل.

 دلته داستاد ارواښاد سيدباچا صاحب کور نږدې و هغه هم ددې کاروان يو تکړه مبارز و چې کله ناکله به په سړک ورسره ناست و .

دارنګه جانان کاکا دسياست په ډګرکې په خپل ځاى پاته شو، د وخت دفتواګرو له خوا دکفر فتوا باندې ولګېده چې دپښتونستان غږ به يې کاوه هغه ته يې دکافر لقب ورکړى و په کلي کې يې ژوند تريخ و دکليوالو اړيکي ورسره ترنګلې وي دپښتونستان په تور يې نيولى و، ترڅو له دې سياسته دي لاس واخلي.

 جانان کاکا ديوه مزاج سړى دى او د ارواښاد ساى کمال خان شيراني ملګري يې ډېره کړې ده او په سياست يې نور هم يقين پوخ شو. د ږوب له روغتون سره نږدې دافغان درملتون و ـ  چې هلته يې يو خوږ فکري ملګرى و ـ  دالياس لالا په نامه مشهوره و ـ  دلته به کله ارواښاد ساى کمال خان شيراني هم ورته راتلاى او نور همفکره ملګري به ورته راتلو چې له ساى څخه زده کړه وکړي بيا به يې افغان درملتون ته ځان رارساوه او دشيدې چاى به يې راغوښتې وې دخپل سياست مجلس يې تود ساتلاى و او لا به دګوند دفتر ته ولاړو  غرمه به يې هلته تېره کړه او ډوډۍ به يې په مولۍ او پياز پوري خوړله.

 د قام ديوالې چيغه يې له خولې نه غورځوله د افغانستان په جګړه يې زړه درد کاوه د افغانستان له دښمنه يې نفرت کولاى د افغانستان په سوکالي او خوشحالې ډېر خوشحاله کېده دسياست په لاره کې ډېرې ستړې باندې راغلې خو دخپل فکر احساس ته يې تغير ورنه کړ.

له کومې ورځې چي يې دخان شهيد سره مينه پيداشوه او سياسي لارښود يې ومنلاى تر نن ورځي پورې په خپل ځاى پاته دى او خلکو دشخصي ګټو په خاطر ګوندونه بدل کړ خو جانان کاکا د يښتونخوا دګوند هغه ډول ملاتړ کوي لکه په اوله ورځ چې يې کړى دى ـ

دجانان کاکا پلار يو غريب سړى و خو دږوب په ليسه (کالج ) کې  يې ملازمت درلود او جانان کاکا تر هرچا دژوند ستونزي درلودې د قام او خاورې په خاطر يې دمېړاني تندى چاته ټيټ نه کړ ـ جانان کاکا دايوه لسيزه کېږي چې مار خوړلى دى اوس  دناروغۍ پر بسترپروت دى .

 باداردي  داسي مبارزين له مخې ژر نه باسي او دروغ صحت دوعا به ورته کوو.