کور / #PTM / د بشري حقونو کميسون: داوړ او وزير دي ژر ترژره ازاد شي

د بشري حقونو کميسون: داوړ او وزير دي ژر ترژره ازاد شي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسون ويلي دي، چي د شمالي وزيرستان دخړ کمر د پېښي پلټنه دي په بې طرفه توګه وسي او په هغه کي ښکېل کسان دي وپلټل شي.

ياد کميسون په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د پاکستان پوځ د خړ کمر د پېښي په تړاو ډېر کسان بېګناه نيولي دي او بايد هغوی ژرترژره خوشي شي.

په تېره مي مياشت کي د شمالي وزيرستان په خړ کمر کې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان بريد وکړ، چي ۱۶ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ژوبل شوه.

اوس د بشري حقونو کميسون ويلي، چي په دغه واقعه باندي د سيمي خلګ ډېر په غوسه دي او پوځ دي په دې تړاو نيول شوي کسان خوشي کړي، ځکه هغوی بېګناه دي.

ياد کميسون د هغه شخصي زندانونو په هکله هم خبرداری ورکړی دی چي د پوځ لخوا کارول کېږي او بېګناه خلګ په تشدد پکي وژل کېږي.

د کميسون په راپور کي د محسن داوړ او علي وزير په هکله ويل شوي، چي بايد ژر ترژره ازاد شي، ځکه هغوی د قامي اسمبلۍ غړي دي او دا حق لري چي د اسمبلۍ په مجلس کي ګډون وکړي.

دغه راپور وايي، چي پوځ په غيرقانوني توګه خلګ ځوروي او د پوليسو دنده دوی په غاړه اخيستې ده چي دا د نړيوالو قوانينو سره ټکر کار دی.