کور / اقتصادي / سعودي وايي، د تيلو پر کارځايونو په بريد کي دايران د لاس لرلو شواهد به نن وړاندي کړي

سعودي وايي، د تيلو پر کارځايونو په بريد کي دايران د لاس لرلو شواهد به نن وړاندي کړي

سعودي چارواکي وايي، چی نن به د يو کنفرانس له لاري هغه دلائل وړاندي کړي چي ښيي ددغه هيواد د تيلو پر کارځايونو برید ايران کړی دی.

د سعودي خبري رسنۍ وايي، چي نن به په پلازمېنه رياض کي د يو کنفرانس له لاري هغه ايرانۍ وسلې هم وښيي چي په دغه بريد کي کارول سوي وي.

څو ورځي وړاندي د سعودي د تيلو پر سترو کارخانو د بې پيلوټه الوتکو بريد وکړ، چي ددغه برید سره هممهاله د سعودي د تيلو په توليد کي نيمايي کمی راغلی.

ددغه بريد پړه په يمن کي حکومت مخالفه حوثي ياغيانو پر غاړه واخيسته، خو سعودي او امریکا وايي، چي دا بريد د ايران کار دی.

سعودي وايي، چي د تيلو توليد ئې بېرته عادي حالت ته راوستی دی او د پخوا په څېر د خامو تيلو توليد روان دی.

ټرمپ وويل، چي د دغه بريد په غبرګون کي پوځي اقدام ته تيار دی، خو لومړی بايد سعودي مالومه کړي چي بريد چا کړی دی.

په ورته مهال کي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم رياض ته رسېدلی او په دې هکله د سعودي چارواکو سره خبري کوي.

ايران لا له وړاندي په بريد کي لاس لرل رد کړي او دا ئې د سعودي او امريکايي کړنو پايله بللې ده.