کور / #PTM / سنګين خان: د داوړ او وزير په ضمانت کي که دسختو بندیزونو شرطونه وه، سپريم کورټ ته به ځو

سنګين خان: د داوړ او وزير په ضمانت کي که دسختو بندیزونو شرطونه وه، سپريم کورټ ته به ځو

تېره ورځ د پښتون ژغورني دوو مخکښو مشرانو محسن داوړ او علي وزير ضمانت ومنل سو او کېدای سي په ورځ دوو کي د هريپور له زندانه خوشي سي.

د داوړ او وزير مدافع وکيل عبداللطيف لالا وايي، د هغوی ضمانتونه وسول اوس يوڅه نور لازمي کارونه پاتي دي چي د بشپړېدلو وروسته به ئې په ورځ دوو کي محسن داوړ او علي وزير د هريپور له زندان څخه ازاد سي.

محسن داوړ او علي وزير چي په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي هم دي د پاکستاني پوځ له خوا د مي مياشتي د ۲۶ نېټې د خړ کمر پېښي وروسته ونيول سول او د ترهګرۍ مقدمه وباندي درج سول.

د مي مياشتي پر ۲۶ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي ترهګر پاکستاني پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان بريد وکړ چي ۱۶ کسان ئې پکي شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د علي وزير او محسن داوړ مقدمه په وارو وارو ځنډېدلې وه، خو بالاخره د پي ټي ايم د فعالانو هلو ځلو دې ته لار هواره کړه، چي د دواړو ضمانتونه وسي.

د محسن داوړ او علي وزير یو بل وکيل سنګين خان وايي چي لا هم تفصيلي پرېکړه نه ده راغلې خو په ضمانت کي ځينې شرطونه لګول سوي نو مالومه نه ده چي داوړ او علي به نن خوشي سي او که څنګه. خو له ضمانت وروسته پکار ده چي دوی دواړه خوشې کړل سي.

 دی زیاتوي م.

د وکیل سنګین خان په خبره که څه هم پر دوی د لګول سویو شرطونو په باب مالومات نه لري خو که د م نو د هغې پرخلاف سپریم کورټ ته هم تلای سي.