نظيف خان اشنغر: پنجاب زموږ بربادي غواړي، لراوبر پښتانه دي دخپل وطن ګټو ته ژمن واوسي
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورځنګ د نړيوالو اړيکو مشر نظيف خان اشنغر وايي، چي پښتانه دي خپل قام او وطن ته ژمن سي او د پرديو استخباراتو پر وړاندي دي کلکه مبارزه وکړي.
نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په کابل کي جوړ سوي امن کنفرانس کي وکړې.
ښاغلي اشنغر وويل، د پښتنو او افغان وطن د خرابولو لپاره ۵۰۰۰۰ کسان د کوټي، پېښور او راولپنډۍ په چاوڼيو کي روزل سوي دي او د پوځ د مرکزي ادارې جي ايچ کيو له خوا د افغان وطن د بربادۍ لپاره په زرګونو کسان فکري روزنه اخلي.
نوموړي وويل، چي د پرديو استخباراتو لخوا ګومارل سوي خپل پښتانه خپل وطن خرابوي او بايد ددوی پر وړاندي يو متحد او ژمن کسان راټول سي او خپل وطن د پنجابي استعمار څخه وژغوري.
هغه وويل، افغانستان دا مهال پراخي طبيعي زېرمي او ډېري اوبه لري، باید موجوده او راتلونکی حکومت ددې اوبو ساتنه وکړي.
ښاغلي اشنغر دا هم وویل، چي موږ د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو ترڅو په هيواد کي پنځه داسي پرمختللي پوهنتونونه جوړ کړي، چي د لراوبر ټول پښتانه افغانان پکي زده کړي وکولای سي.
امن کنفرانس چي تېره ورځ په کابل کي پيل سو، پکی د لراوبر ډېرو مخورو سياسيونو او مشرانو ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس به نن هم روان وي او د ډيورنډ کرښي پوري غاړي افغان مشران به پکي ويناوي وکړي.