کور / راپور / د زابل مرکز قلات کي چاودني د ناروغانو په شمول لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د زابل مرکز قلات کي چاودني د ناروغانو په شمول لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د زابل په مرکز کلات ښار کي د ملي امنیت د شا پر ټاور موټر بم حمله کي تر دې مهاله ۴۸  کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د چاودني پرمهال له ملي امنیت سره نژدې د زابل ولایتي روغتون ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان اوښتی او پرمهال یې ډاکټرانو او ناروغانو ته تلفات اړولي.

د زابل د والي مرستیال معلم تواب ویلي، چي ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او د زیاتوالي له امله ممکن کندهار ته انتقال سي.

یوې سرچینې تر دې مهاله د دریو کسانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۴۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ویل کېږي، چي چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لیري ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتي کړي.

د بريد پړه طالبانو منلې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

راپور: صديق الله افغان