کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغانوترمنځ دوستی او يووالی ددوي دخوشحاليو،پرمختگ اوښيرازيو ضامن دی

دافغانوترمنځ دوستی او يووالی ددوي دخوشحاليو،پرمختگ اوښيرازيو ضامن دی

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې وړانديز 

د۲۰۱۹ ز کال ددسامبر ۱۸

سويډن /مالمو

دافغانوترمنځ دوستی او يووالی ددوي دخوشحاليو،پرمختگ اوښيرازيو ضامن دی.

دبشری ټولنوتاريخ ثابته کړی هغه ولس بريالی دی چې اتفاق او يوبل ته درناوی په لرلوسره په ټول قوت دملي ارزښتونو اوگټونه دفاع وکړي .

پدې څو ورځوکي زموږ دمعلوماتو له موخې دجمهوري رياست مقام ته دټاکنو په پر وسه کي دهيواد په مختليفو سيمو کي دمختليفو قومونو ترمنځ دکانديدانو سره مخالفت اويا ملا تړ ددوي په منځ کي دخداي مکړه ددښمنی ترکچي رسېدلی اويودبل پروړاندي گوت څنډ نو اوتبليغاتو زور اخيستی دی .

خپلو هيوادوالوته زموږ مشوره داده چې دخپلي خوښي هر کانديد ته چې غواړی تاسو درايي ورکولو قانوني حق لري اوبايد ورنه معقوله استفاده وکړی .خو دکانديدانو سره علاقه اويا مخالفت نه بايد ددې لامل سي چې زموږ ولسونه يودبل پر خلاف شعارونه ،تبليغات اوگوت څنډنه پيل کړي .

افغانان بايد پدې پوه وي چې دافغانستان دښېرازي ،پرمختگ اوثبات بهرنی دښمنان په ټول قوت کوښښ کوي دټاکنو پروسه په ځانگړې مهارت له جدي ستونځوسره مخامخ کړي. هيله موداده چې دټاکنوپروسه بحران خواته ولاړه نسي اونه هم هغې ته قومی ،سمتي اوژبني تعصب رنگ ورکړه سي .

ستاسو مسوليت دادی چې دخپلي خوښي کانديد که په رښتيا درباندي گران وي دېته متوجه کړی چې خلکو ته داسي وعدې ورکړي کوم چې سبا یې دپلي کولو توان ولري اوغوښتنه ترې وکړي چې دبرياليتوب په صورت کښي ورکړه سوي وعدې پلي کړي .

تر موږ پوري رارسېدلی معلومات داسي څرگنده وي چې سرله اوسه بيا دپښتنو ترمنځ يودبل پروړاندي دسنگرونو په فکر کښي دي،چې دا موږ دپښتنو لويه تېروتنه بولواوداسي فکرکوو چې پاکستان غواړي پدې بهانه يوځل بيا پښتانه يودبل پرخلاف ودروی.زموږ اوتاسوهره تېروتنه که څه تاسو یې وړه يامعمولی تېروتنه وبولی هغه به ددښمن په گټه کاروي .

ځکه نو وړانديز کوو ټول هيوادوال له هر هغه حرکت نه جدي ډډه وکړي کوم چې زموږ دهيوادوالوترمنځ داختلاف او خوابدي لامل وگرځي .

زموږ فرهنگی ټولنه دافغانستان اونړۍ ټولنيز ،سياسي او فرهنگی حالات تل له نږدې څاري اوپه اړوند یې غبرگون څرگندوي .ځکه خوددي خبر په اورېدو اودپښتنو دجرگو ،مرکو اودستونزودحل ملي اوسوله ايزو لاروچاروتاريخ ته په کتوحيران پاتېږ و چي ولی دکانديدانو پر سر يو قوم دبل قوم او يو پښتون دبل پښتون ياپه بله اصطلاح يو ورور دبل ورو ر پر وړاندي راپورته کېږي ؟

موږ پوښتنه داده ؟ اوس څه پېښه سوې چي افغانان په ځانگړې توگه پښتانه دخپل مورنی دود اودستورنه خلاف حرکت کوی؟ زموږانگېرنه دا ده چي ممکن بېگانه یې يودبل پر وړاندي د ښمنی ته هڅوي،ځکه مو وړانديز دادي چې خپل بهرنی دښمن هڅواوتلاښونوته بايد متوجه اوسئ.

له سويډڼ نه ستاسو افغانانو نه زموږد فرهنگی ټولني غوښتنې :

۱/ زموږ له نظره پښتانه اونورورور قومونه هره ستونزه په خبرو اوجرگو حلولاي سي. بايد په خپلو کي سره مرکه يواوبل ته په غوږ نيولوسره ستونزه حل کړي .

۲/ افغانان بايدپدې پوه وي چي ددوي دښمنان غواړي يوه عادي مسله دومره چاغه کړې چي دبل لوري ته خوب نه ورځی ترڅوغچ وانخلي . خو بايد دافکر وکړی چي دستونز ي حل غچ اخيستنه ده ؟ که ورو رگلوی اويوبل ته غوږ نيونه اودرناوي ؟

۳/ موږ داسي فکر کوو چې دهري ستونزي حل وروگلوی،يوپر بل زړه خوږ ی اويودبل پروړاندي ددښمن په هڅو پوهېده اوپاملرنه حياتي ده .

۴/ موږ له بهره پدي باوريوچې افغانان ديوه هوښيار اوخپل هيواد ته دژمن ولس په توگه دخپل منځي هرډول اختلاف حل لپاره دوسلې له استعمال پرته بله معقوله لار ولټوی ،هیله موداده چې دخپل هيواد اوخپل ولس دښېرازی په خاطردنفرت رازېږېدو نه په کلکه ډډه وکړی او يوازي دېته ملا وتړي چي خپل ژوند څنگه له ستونزوخلاص اوخپل هيواد دنړيوالو دسياليو جوگه کړي .

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه د ټول افغان ولس پرخپل مينځی دوستی، يووالی او ورورگلوی باورلري.دافغانانوملي وحدت دهرټبر،قوم اوکورنی يووالي د دوي دپياوړتيا اوپردښمن د بری زامن بولي.

ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگي په استازيتوب حبيب الله غمخور