کور / راپور / طالبانو په زابل کي د موټربم بريد مسؤوليت ومانه، لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

طالبانو په زابل کي د موټربم بريد مسؤوليت ومانه، لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

د زابل په  مرکز کلات کي د نن سهار د بمي بريد مسؤوليت طالبانو پر غاړه واخيست.

په دغه بريد کي شاوخوا ۴۸ کسانو ته مرګژوبله واوښتل.

طالبان وايي، بريد ئې د مرکز کلات د ملي امنيت پر مرکز کړی او ګڼ افغان سرتېري ئې وژلي دی.

چارواکي وايي، چي بريد د زابل ولايتي روغتون ته څېرمه سوی، چي زياته مرګژوبله ئې ناروغانو ته هم اړولې ده.

د ټپيانو د ډېر شمير په خاطر له کندهار څخه هم کلات ښار ته امبولانسونه لېږل سوي، ترڅو شديد زخميان کندهار ته انتقال کړي.