کور / #PTM / علي وزیر او محسن داوړ د ضمانتونو په قبلېدو سره پنجابی پروپاګند غلط ثابت شو

علي وزیر او محسن داوړ د ضمانتونو په قبلېدو سره پنجابی پروپاګند غلط ثابت شو

نېټه: ۱۳۹۸/۶/ ۲۷

لوی افغانستان تحریک/ مطبوعاتي دفتر

علي وزیر او محسن داوړ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پنجاب په زندان کې و، نن یې ضمانت منظور او په څو ورځو کې به له زندان څخه ازاد شي.

محسن داوړ او علي وزیر دواړه د پې، ټې، ایم مخکښه غړي و، چې د خړ کمر له پېښې وروسته سامراجي پوځ یاد مشران ونیول او د ترهګرۍ ضد محاکمې ته یې وړاندې کړل، علي وزیر او محسن داوړ په خپله خاوره خپل واک او د مستعمره افغانستان د محکومو افغانانو د حقونو غږ یې پورته کړی و، خو سامراجي فوځ د دوی په نیولو سره غوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت ټکنی کړي، تر څو سامراجي فوځ او استخباراتي اداره د محکوم افغان په کړولو لاس پورې کړی، له نېکه مرغه پښتون ژغورنې غورځنګ د ژوند او امن غږ پورته کړی و، ترهګری پر ضد یې مقابله کړې او پنجابي پوځ، استخباراتو او ترهګرو له اړیکو یې پرده پورته کړه.

لوی افغانستان تحریک د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانتونو د منظورۍ مبارکي د لوی افغانستان مبارزو هیوادوالو ته وایي او پر دې یقین لرو، چې د پنجاب ټولې دسیسې به ناکامه کېږی، مبارز ملګري به له تور زندان څخه ازاديږي او تر منځ د ډیورنډ توره کرښه به هم له منځه ځي، له امو تر اباسینه د یو افغان شعار به په عمل کې پیاده کېږي.

لوی افغانستان تحریک