کور / راپور / زابل کي د انتقال وسائطو نه شتون له امله ۱۳ کسانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

زابل کي د انتقال وسائطو نه شتون له امله ۱۳ کسانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

په زابل کي له ۹۳ زخميانو څخه ۱۳ نورو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او د وژل سویو شمېر شلو ته پورته سو.

د زابل په مرکز کلات ښار کي د ملي امنیت د شا پر ټاور موټر بم حمله کي تر دې مهاله ۴۸  کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.یو شمېر وکیلانو ویلي وه، چي ټپیان به د هوا له لاري کندهار ته انتقال سي، خو طیارې نه دي ورسېدلي او نه هم د هوايي ځواک مسولین جواب وايي.
امبولانسونه له یوه نیم ساعت راهیسي پر لاره دي او ممکن د بیا راتګ پر مهال هم زیات وخت ونیسي.
چارواکي وايي، په زابل کي د ملي امنیت پر ریاست د موټر بم برید له امله د کلات ولایتي روغتون هم په بشپړه توګه ویجاړ سوی، ډاکټرانو او ناروغانو ته يې تلفات اړولي.


په زابل کي دوه شخصي روغتون د اعتماد او مرغوال په نومونو سته، خو هلته د ټپیانو د تداوي ظرفیت نه سته.
ویل کیږي، چي په نننۍ پېښه کي د روغتون یوه کارکوونکی وژل سوی او شپږ نور زخمیان دي.
تر اوسه د نظامي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل سوي.

د چاودني پرمهال له ملي امنیت سره نژدې د زابل ولایتي روغتون ته ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان اوښتی او پرمهال یې ډاکټرانو او ناروغانو ته تلفات اړولي.

د زابل د والي مرستیال معلم تواب ویلي، چي ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او د زیاتوالي له امله ممکن کندهار ته انتقال سي.

یوې سرچینې تر دې مهاله د دریو کسانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۴۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ویل کېږي، چي چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لیري ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتي کړي.

د بريد پړه طالبانو منلې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

راپور: صديق الله افغان