کور / راپور / ټرمپ: ترڅو چي طالبانو ترهګريز بريدونه نه وي درولي، د سولي خبري نه سو کولای

ټرمپ: ترڅو چي طالبانو ترهګريز بريدونه نه وي درولي، د سولي خبري نه سو کولای

د امريکا ولسمشر ټرمپ وايي، ترڅو چي طالبانو بريدونه نه وي درولي، ترهغو به د سولي خبري ونه کړو.

ټرمپ په کابل او پروان کي د دوو ورځو وړاندي خونړيو بریدونو ته په اشارې سره وويل، ترڅو چي په افغانستان کي د طالبانو لخوا ترهګريز بريدونه روان وي، دوی به ورسره د سولي خبري ونه کړي.

په کابل او پروان کې د سې شنبې د ورځي په بریدونو کي د ماشومانو، مېرمنو او نورو ولسي وګړو په شمول شاوخوا ۴۸ کسان ووژل سوه او تر ۸۰  زیات کسان پکي ژوبل سوه.

ددغه بريدونو پړه طالبانو پرغاړه واخيسته.

ټرمپ ويلي، چي ترهګريز بريدونه او د سولي خبري نه سره کېږي.

نوموړي پر داسي مهال دا خبري کړی، چي نن سهار هم د زابل په مرکز کلات ښار کي يوې چاودني د ملکي وګړو په ګډون شل کسان ووژل او تر ۸۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

دغه بريد چي د ملي امنيت سره نژد سوی ورڅېرمه ولايتي روغتون ته ئې هم زيان اړولی او په روغتون کي بستر ناروغانو ته ئې ډېره مرګژوبله اړولې ده.

ددغي پيښي مسؤوليت هم طالبانو منلی دی او افغان ځواکونو ته ئې د درنې مرګژوبلي ادعا کړې ده.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي خبري اتري چي نهايي پړاو ته نژدې سوي وې، په ناڅاپي توګه د امريکا له لوري لغوه سوې او دليل دا وښودل سو، چي طالبان د مذاکراتو پر مهال هم خونړي بريدونه کوي.