کور / راپور / ننګرهار کي هوايي بريد ملکي وګړي شهيدان کړي دي

ننګرهار کي هوايي بريد ملکي وګړي شهيدان کړي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په خوګياڼو ولسوالي کي بې پيلوټه الوتکي پر ملکي وګړو بريد کړی او ۱۵ کسان ئې شهيدان کړي دي.

​د دغه ولایت د پولیسو ویاند مبارز اتل امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د خوږیاڼو په بمبارۍ کې پنځلس ملکیان شهيدان سوي او شپږ زخمیان دي.​

خو د ننګرهار د شورا يو وکیل اجمل عمر وايي، چي په پېښه کي تر دې زياته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، د پېښي په ځای کي ډېر مړي لا هم لادرکه دي.

ځايي خلګ وايي، چي دغه خلګ د جلغوزو د راټولولو لپاره غره ته تللي وه، چي د بې پيلوټه الوتکي بريد ورباندي وسو.

دا پر داسي مهال ده چي نن سهار د زابل ولايت په مرکز کلات کي د ملي امنيت مرکز ته نژدې موټربم بريد تر ۲۰ پوري کسان شهيدان کړل او تر ۸۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

په شهيدانو کي ماشومان هم سته.

طالبانو ددغه بريد پړه منلې ده او ګڼو افغان سرتېرو ته ئې د مرګژوبلي اړولو ادعا کړې ده.