کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون: په تېره اونۍ کي ۷۸ ولسي افغانان وژل سوي دي

د بشري حقونو کمېسون: په تېره اونۍ کي ۷۸ ولسي افغانان وژل سوي دي

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسون وايي، چي يواځي په تېره اونۍ کي ۷۸ ملکي وګړي ټپيان سوي او ۱۷۷ نور ټپيان سوي دي.

ددغه کميسون شکرالله مشکور وايي: “په دغې اوونۍ کي ۷۸ ملکي کسان مړه دي او ۱۷۷ ټپیان سوي دي، له بده مرغه د حملو شدت زیات سوی او د جګړې له دواړو لورو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه سوې ده، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کړې چي په جګړه کي دې له هغو تکتیکونو لاس واخلي چي ملکیانو ته په کي مرګ ژوبله اوړي.”

نوموړي وويل، دا په زابل کي د وژل سويو ملکي وګړو د شمير ماسوا تعداد دی، چي د زابل د پېښي سره د ملکي وګړو مرګژوبله نوره هم ډېره سوې ده.

د زابل په مرکز کلات ښار کي موټربم بريد په لسګونو کسانو ته مرګژوبله واړول.

په دغه بريد کي چي د ملي امنيت مرکز ته نژدې وسو، ورڅېرمه ولايتي روغتون هم بشپړ له منځه ولاړی او د ماشومانو په ګډون پکي ۲۰ کسان ووژل سول او تر ۸۰ زيات نور ژوبل سول.

طالبانو د ياد بريد مسؤوليت په غاړه واخيست او وئې ويل چي د بريد هدف د ملي امنيت رياست وو، خو دا چي روغتون ته پکي زيان اوښتی دی، علت ئې دادی چي افغان حکومت د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

له دې بريد وروسته راپور ورکول سو، چي د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کي هم بې پيلوټه الوتکي ۱۵ عام افغانان وژلي او ګڼ شمېر نور ئې ژوبل کړل.

له دې وړاندي په پروان او ورپسې کابل کي هم د طالبانو لخوا ځانمرګي بريدونه وسول، چي لسګونو ملګي وګړو ته ئې مرګژوبله واړول.