کور / #PTM / د بشري حقونو فعاله او د پي ټي ايم مخکښه ګلالۍ اسماعيل امريکا ته رسېدلې ده

د بشري حقونو فعاله او د پي ټي ايم مخکښه ګلالۍ اسماعيل امريکا ته رسېدلې ده

د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښه ګلالۍ اسماعيل له پاکستان څخه په پټه امريکا ته تللې ده.

آغلې ګلالۍ دا مهال په امريکا کي ده او د تګ په هکله ئې ډېر مالومات ځکه نه دي ورکړي چي په وينا ئې کورنۍ ته خطره پېښېدی سي.

هغه وايي، چي له پاکستان څخه امريکا ته په تګ کي ورسره ملګرو ملتونو مرسته کړې ده.

ګلالۍ په مي مياشتي کي وروسته له هغه په اسلام کي لادرکه سوه، چي کله ئې د پاکستاني رياست او خفيه ادارو خلاف خبري وکړې او پاکستانی رياست ئې په دې تورن کړ، چي په پښتني سيمو کي په لوی لاس ناامني خپروي.

پاکستاني چارواکو د ګلالس ددې وينا وروسته څو ځلي دهغې پر کور چاپه ووهل، خو دا به په لاس نه ورغلل.

پاکستاني رياست د هغې پر مور او پلار هم مقدمې درج کړې دي او د ګلالۍ غوښتنه ترې کوي.

ګلالۍ اسماعيل چي د تېر کال (۲۰۱۸م) د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په لندن کي د هيومنسټ انټرنېشنل په يوه غونډه کي له ګډون وروسته پاکستان ته ستنه سوه نو پر اسلام اباد هوايي ډګر ونيول سوه او له هغې پاسپورټ واخيستل سو. پاکستاني چارواکو له هېواده د هغې پر وتلو هم بنديز ولګاوه. پر هغې تور پورې سوی و چي د پاکستاني رياست ضد کارونه يې تر سره کړي دي. وروسته د اسلام اباد يو عدالت د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۴مه د هغې نوم د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه د ايستلو امر وکړ. خو پر دې سربېره د ګلالۍ پر ضد نوي مقدمې جوړې سوې چي په پايله کي هغه مجبوره سوه چي ځان پټ کړي.

د ګلالۍ پلار پروفېسر محمد اسماعيل نن (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) مشال راډيو ته وویل، خوشحاله دی چی لور يې راڅرګنده سوه خو زياتوي، خبر نه و لور يې چيرې ده.

”د پاکستان حکومت او رياست وينا کړې وه چي ګلالۍ اسماعيل له دوی سره بندي ده او دوی مقدمه پر چلوي. دا خبره د پاکستان رياست ملګرو ملتونو ته ليکلې وه. موږ ته دا معلومه نه وه چي دا دومره دروغجن رياست دی. له دې وړاندې يې پر ټي وي او راډيوګانو هم خبرونه چلولي وه چي ګلالۍ يې په پېښور کي ګرفتاره کړه، چي موږ معلومات وکړل نو هغه يې نه وه ګرفتاره کړې او هغه له ملګرو سره پټه وه. رياست چي بيا کله ملګرو ملتونو ته وليکل نو موږ شکمن سولو ځکه له ګلالۍ سره زموږ رابطه نه وه.”

آغلې ګلالۍ د محکوم افغان وطن په صوابۍ کي زېږېدلې ده او د بشري حقونو په برخه کي د فعاليت ترڅنګ د پښتون ژغورني غورځنګ يوه مخکښه هم ده.