کور / #PTM / پښتون ریاست او جتماعی غیرت ۔۔۔

پښتون ریاست او جتماعی غیرت ۔۔۔

لائبه يوسفزۍ

کہ پښتنو پہ خپل خاورہ خپل اختیار لرلی او یو پر امنہ ژوند یی کولی ۔ نو ولی بہ نن د غیرتی ځپلی شوی نارینو پشتنو سرہ سرہ پشتنی میرمنی خپل غږ اوچتولو لا پارہ پہ سړکونو چیغی وھلی ۔ پرون چی د خیسور کی پښتنی مور غږ د فوجیانو د کورنو دننہ بےعزتی پہ ضد اوچت شو نو د پښتون قام باشعورہ تعلیم یافتہ میرمنی دغی مور تہ وزیرستان تہ د ډاډ لا پارہ اورسیدی ھم دغی کی ګلالی اسماعیل ھم شاملہ وا ۔ بیا ورپسی ممندو کی یوی خور کور تہ بےعزتی پہ خیال یو فوجی اورسیدو او ھاغی خپل حفاظت لا پارہ پہ اوڙلو ۔ بیا ورپسی پہ اسلام اباد کی ماشومہ فرشتہ اول بےعزتہ شوہ بیا اوڙلی شوہ ۔ نو د اسلام اباد پہ سړکونو دغہ گلالی غږ پورتہ کو او د پښور پہ سړکونو دغسی نورو پشتنو میرمنو خپل غږ پورتہ کو ۔ کلہ چی یو قام پہ اجتماعی توکہ وھلی او ځپلی شی ۔ نسل کشی یی روانہ وا ۔ او ھر علاقہ کی ھر وخت د قام وګړی کلہبوڙلی کیګی کلہ پہ زور جبر بےګناہ اوچت کړی شی او غایب شی یا پہ کلونو بندوان وی کور والو تہ ھیس پتہ نہ لګی ۔ او یا یی سہ مدہ پس تشدد شوی لاش پہ ځنګلونو یا سړکونو پراتہ وو ۔ او د تپوس یی څوک نہ وی نہ ریاست نہ دولت ۔ پہ داسی حال کی دغی قام لوریانی میندی او خویندی خپل غږ بدرګہ کوی ۔ خو چیری ھم پہ دی یوشتمی پیړی ھیوادونو کی داسی ډیر کم کوز کیګی چی زنانہ پکی د حکومت د اړخہ اوځپلی شی یا اوڙلی شی ۔ یا دھړکو د حراسمنټ ښکار شی ۔ځکہ چی د د نړی قامونو لا پارہ ډیرہ غیرمھزبہ او سپکہ خبرہ د ۔ خو پہ پښتون وطن کی د پښتون قام پہ اجتماعی توګہ روانہ نسل کشی او بےعزتی د حال دی ۔ چی دلتہ پښتنو زنانہ کہ پہ کورنو کی دننہ ناستی دی ھم بےعزتہ کیګی او کہ باھر د خپل قام غږ پورتہ کوی بیا د مرګ د ستنوزو نہ واخلہ تر بےعزتی سرہ مخ دی ۔ ګلالی شی کلہ نہ فرشتی لا پارہ غږ پورتہ کړو ۔ د ھاغہ وخت نہ ریاستی ادارے ورپسی شوی ۔ او ایف ائی اری پہ رنګ رنګ اوکړی ۔ کور کی څو څو ځلہ ادارو حراست کړہ ۔ بیا ورتہ د اخرہ کی د مرګ دھړکی ورکړی او کور د چار دیوالی بےعزتی یی خو یو شمیر ځلہ اوکړہ ۔ عن تر دی حدہ شی ګلالی مخرورہ شوہ ۔ او کلہ یو ځائی او کلہ بل ځایی پټیدو بانی مجبورہ شوا ۔ څو څو ځلہ ادارو اتختولہ ۔ او دھړکی او یری پہ تیری کی ۔ ځما سرہ پہ خپل اخری ملاقات کی ګلالی ماتہ اوئیل چی کلہ د شپی ادارو ځہ تختولی ووم ۔ نو کلہ بہ ګاډی کی یو ځائی تہ بیا یم کلہ بل ځائی تہ ۔ او دوی کوشش کو چی ما ټارګټ کلنګ کی د مخی لری کی ۔ خو ځما خوش قسمتی وا چی پہ بین المللی اداروں ځما لا پارہ د سوشل میډیا د لاری نہ صرف غږ پورتہ کو ۔ بلکی ځما باقاعدہ د بشری حقونو نړیوالی اداری پوښتنہ اوکړہ ۔ لا سہ د وجی چی ځما ڙوند بچ شو ۔ ګلالی وئیل چی دوی اوس ما ڙوندی نہ پریدی او ځما ڙوند پہ پاکستان کی دننہ د خطر سرہ مخ دی ۔ پرون چی می د اوریدو چی ګلالی امریکہ ایالت تہ پہ خیر رسیدلی دی ۔ زړہ می پہ ارام شو ۔ ولی چی دپښتنو پہ خاورہ نہ ڙوند محفوظ دی نہ کار روزګار ۔ لکہ اداری چی څوک غږ پورتہ کوی نو ایف ایی اری پہ کټ کوی ۔ خپلو دندو نہ اوباڅی پہ ھر ډول چی وی ۔ کہ څوک بھرنی ادارو سرہ کار کوی او کہ ریاستی سرکاری یا پرائیوټ ادارو کی دندہ لری ۔ چی د بشری حقونو پہ لوی کچ پہ ضد دی او غټ وائلیشن دی ۔
خو بیا د ګلالی د خپل ھیواد کہ ڙوند بچ کولو لا پارہ تیختہ بل طرف تہ نورو میرمنی د دندو نہ لری کول اید ائی اری پہ کول ، ای سی ایل کی نامہ اچول ورسرہ د خیسور ممندو او فرشتی واقعات مخی تہ راتلل د خبرہ پہ ډاګہ کوی ۔ چی پہ پشتنہ خاورہ پشتانو اوس خپلو لونړو خویندو تہ تحفظ ھم نشی ورکولی ۔ لکہ کلہ چی ګلالی مخرورہ شوہ د ھاغی پہ بوډاڱانو مور پلار یی ھم ایف ائی ار د ریاست د اړخہ اوشو ۔ او ھاغی یی پہ دی عمر کی د کورټ کچرو کی اوځپلی شو ۔ نو د ښکارہ شوا چی پہ پښتون قام نن ھاغہ بد وخت راغلی دی ۔ چی ھر قسمہ ظلم مرګونہ جیلونو کی بندوانی ورکړی کیګی یا خیسور ممندو او فرشتی شان حادٽی ھم پہ مخہ راځی ۔ دوی چپ پاتی کیګی ۔ ګنی بل صورت کی بہ د کور د چار دیوالی او خویندو میندو لونړو بہ بےعزتہ کیګی ۔ او ھر قسمہ دھړکو حراسمنټ او مرګ خطر سرہ بہ مخ وی ۔ چی کلہ یو قام پہ دی مجبورہ کړی شی چی ظلم خلاف بہ غږ نہ پورتہ کوی ۔ او د کور او کور کی دننہ زنانہ د بےعزتی سرہ مخ شی دھړکو سری مخ شی ۔ نو دی قام لا بیا د لوی شرم مقام وی ۔ چی د بیا ھم پہ اجتماعی خپل پښتون ولی او قامی توګہ پہ خپلہ خاورہ د خپل واکی او ازادی غږ نہ پورتہ کوی ۔ ځکہ چی قامونہ پہ خپل ناموس کلہ ھم چپ نہ پاتی کیګی ۔ سرونہ ورکوی خو سنګر نہ ورکی ۔ د ګلالی امریکی تہ تیختہ او خیسور او ممندو واقعہ د پښتون قام د پارہ فکر مقام دی چی اوس خپل تګ لارہ پہ اجتماعی توګہ اوټاکی ۔ خپلو کی جرګی مرکی اوکی ۔ او نور دی بے ناموسہ ڙوند نہ ځان خلاص کی ۔
لائبہ ایسفزئی