کور / سياسي / گلبدين حکمتيار باېد خپلو خبروته متوجه وي .

گلبدين حکمتيار باېد خپلو خبروته متوجه وي .

ليکنه: حبيب الله غمخور

 

په کاپيساکي گلبدين حکمتيار دټاکنيز کمپاين په پلمه بې مسوليته څرگندوني وکړې . ترکومه چې دټاکنيز کمپاين له لمړی ورځي دافغان ولس غوښتنه له کانديدانو داوه اوده چې دتبليغاتو او بې مسوليته څرگندونو ،يو دبل پر وړاندي سپکو سپور و اوتهمتونو پرځاي خپله طرحه ،کړنلاره اودهغې دپلوکولو لاري چاري اعلان کړي .گلبدين حکمتيار لکه يوڅو نور کسان چې دادستيج سرته ورسېږ ې په خپل سره اوبې مسوليته څرگندونو،سپکو سپورو او تهمتونو پيل وکړي ،داسي فکرورسره پيدا شي چې فيلسوف دزماني اوشا ته یې حميدگل ولاړدي  .

پرون ئې په کاپيساکي په خپلو خبرو کي  يې دملي وحدت حکومت يوه اشغال سوي حکومت وباله اوڅرگنده یې کړه چې دحکومت رهبران غلامان دي اودملی وحدت حکومت یې ترجدي گوت څنډني لاندي ونيوه .دادده خپل نظر دی اوزه دملی وحدت له کړنو دفاع نه کوم .

تر ټولوجالبه راته داوه چې حکمتیار په خپلوخبروکي حکومت غيراسلامي وباله اوزياته یې کړه ترڅوچې بهرنی ځواکونه له هيواد نه ونه وزي سوله نشي راتلاي . دا ښاغلی چې وينا یې په دري وه وايي : (( نام این حکومت را هم جمهوری اسلامی گذاشته اند. جمهوری اسلامی! مرگ و ننگ بر کسیکه این نظام را به نام جمهوری اسلامی می‌شناسد. این [حکومت] داغ سیاه است بر پیشانی اسلام، ما سرنگوني اين نظام راميخواهيم ))

ښاغلی حکمتيار!

اول خودې دا خبري په خپل ادرس درواخله تاسو هم ورته اسلامي ويلی دي اوهغه دتسليمی سند کي دکاغذ پرسر په توررنگ په غټو حروفو نويشته دي دافغانستان اسلامي جمهوريت ،جمهوريت اسلامي افغانستان اوتاسو مبارک ورنه لاندي لاسليک کړی.داچې نظام ړنگوې نو بيا ټاکنو ته دې دڅه لپاره ځان کاديد کړی اوپه کابل کي څه کوې ؟چې نظام ړنگوې هغوي خوهغه دي په په غرو اودښتو کي پورته اوکښته کېږي،ته په لکس اودرباری روند نظام ړنگوې ؟

لمړی : فکرکوم دخلکو پر پاکو اوسپېځلو احساساتو دا بله نوې سوداگري پيل کيږې اوپه راتلونکي بيا ځانته يوبل ځاي پيدا کوې .

دوهم : موږ ټول افغانان هرچيري  چې اوسودې نظام ته اسلامي وايو اودلته پاکستانی اويا ايرانی اخوندي نظام چې داڅوکاله یې ته په اسلام اباد اوتهران کي ساتلی وې نسومنلاي .پدې هيواد کي اساسي قانون چې همدا اوس نافذ دي اوله مخې یې دادي تاته هم هدايت سوی چې ځان کانديدکړه  يو اسلامی قانون اوزموږ په هيواد کي اسلاميت ته درناوی ځکه کيږي چې موږ شکر ټول مسلمانان يو. نوکه ستاسو په نظر اسلامي ندي ،نو ولی راغلاست او ولي دلته اوسېږي ،يوه اسلامي ملک ته  ولاړ سئ لکه کومه چې راغلی ياست .

همدا نن  مي ستا يو له هغه ايرانی گاونډ سره کوم چې په ايران کي یې ستاسو داوسېدو بنگلې ته چې دې ايراني دوست ورته ويلا وويل نږدي اوسېده ملاقات درلود اودا دوهم ايرانی عالم دی چې پدې ۱۰ کالو کي زه ورسره ملاقات کوم اوستاسوددې بنگلې اودايراني اخوندانو دسپاه پاسداران لخوا ستاسودکور دامنيت دساتني اوددوي لخواستاسو دناز ولوخبري راته کوي .

دريم : متاسفانه همدې امريکا اعلان کاوه چې گلبدين ورنه ورک دي که یې څوک ادرس ورکړی دومره ميليونه ډالره جايزه به ورکړي .دا اعلان یې زموږ افغانانو له نظره پدې خاطرکاوه چې تاسوته دولس دهغه نفرت په مقابل کي چې دکابل ښکلی ښار دهيواد پلازمېنه مو دنورو تنظيمو سره د قدرت پر سر سيالی کي په کنډواله بدل کړ  پرستيژ درکړي چې گويا تاسو رشتيا هم داشغال پر خلاف جنگېږی .

خو کله چې یې لازمه وبلل ستاسو په اصطلاح دهمدې غيري اسلامي نظام ترحاکميت لاندي یې بيا په شانداره مراسيمو همدې دامريکا تراشغال لاندي حاکميت لخوا بدرگه ترکابله راوستلاست  اودلته یې هغه بنگله ستاسو په واک کي درکړه چې تاسو په خوب نه لېده .همدا اوس موټول لگښت همدا امريکا يان  چې تاسو ورته واياست ووزي اوهمدا غير مسلمان اودامریکا تر اشگال لاندي دولت درکوی اوهغوي موساتی .کنه نوتاسو دابې حسابه پيسې له کومه کړې؟

څلرم : ټول دا پوښتنه کوي ،نو چې گلبدين لادرکه وو او ادرس یې چاته نه وو معلوم ، څنگه  یې پيداکړ؟ ولې یې له منځه نه يو وړ؟ چې پدې شانداره مراسيمو یې تردارلامان پوري بدرگه کړ؟

داخبري که يوعادي افغان وکړی حق لري ،هغه به هم له دولت نه شکايت اوسرټکونه لري ،ځکه ظلم به ورسره شوی وي اوهم دجگړې ددوام اوبهرنيو له شتون څخه ،خوستاسو او ستاسو پشان نازولو لخوا داډول څرگندوني ديوه بل نوی کرېډت درکولو معنا او دامريکا نوې لوبه بولو،کنه ډيرساده موپرځاي کښېنولاي سي . لکه د عادی انسان څخه چې تېر ژوند دي خپله درته معلوم دی گلبدين حکمتيار جوړ کړ، همداسي مو پر ځاي هم کښېنولاي سي ، خومتاسفانه تاسو نه خوابدی کوي ،ځکه له تاسو اوستاسو پشان يوشمېر نورومعلوم الحالونه خپلو مخوته درسېدو لپاره استفاده کوي .

تاسو فکر کوی چې تاسو ته که په رښتيا عادلانه ټاکني وي او ولس ونه ډاره وی خلک  به رايه درکړي؟

دهغو کورنيوغړي لا تراوسه له نېکه مرغه  په ټول هيواد کي ژوندی دی دکومونه چې تاسو اوستاسوپشان يو شمېرنورو دقدرت تږ واوبهرنيو زبرځواکو نوکرانوچې همدا اوس هم هغوي ستاسو پشان دهمدې بهرنيانو په زورچې تاسو ورته واياست که ونه وزی سوله نه راځي متاسفانه مطرح دي ،دوي هم دجهاد په نوم اويادقدرت پر سر دسيالوپه ناورين کي یې  په زرگونوکورنيو غړي له ژوند نه محروم کړي .داچې کابل اويوشمېر نور لوي ښارونه مو په سرو وينو ولړل اودا ښکلی ښارونه مو په خرابه اوقبرستان بدل کړ ه دهيچا هيرندي اوبېلگې یې لاتراوسه په ټول هيواد کي تر سترگو کيږي  .

خپله وايي  دا تهمت دي چې موږ ۶۰ زره وژلي ،هلته ۶ زره وژل سوي دي .يعنې د۶۰۰۰ کابل ښاريانو په شهادت رسول دادواک تږ ي خپله مني ،ايادقتل عام ندي ؟

خپله ليکنه پدې ټکو رانغاړم چې دا ۱۷ کانديدان دي يودبل پر خلاف چې پکښي زموږ دهيواد ملي ارزښتونوته سپکاوی کيږي له تبليغاتونه جدي ډډه وکړي .هر هغه شعا ر  اوڅرگندونه چې زموږ دهيواد راتلونکې له خطرسره مخامخ کوي ولی کانديد یې ددې بېگناه اودجگړې په اورکي وريت ولس دغولولو لپاره ورکوي خائينانه اودملت سره  ستره اونه بخښونکې جفاده . ومن الله التوفيق