کور / #PTM / داوړ او وزير له زندانه خوشي سول، خو د سختو شرطونو خلاف به هم احتجاج کېږي

داوړ او وزير له زندانه خوشي سول، خو د سختو شرطونو خلاف به هم احتجاج کېږي

په قامي اسمبلۍ کي د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ تېره شپه ناوخته له زندان څخه ازاد سول.

د دوی دواړو د خوشي کولو پرمهال په سلګونو کسان د هريپور زندان مخي ته راټول سوي وه او ددوی په ملاتړ ئې شعارونه ورکول.

علي وزير او محسن داوړ د تېري می مياشتي راهيسي د ترهګر پوځ لخوا زندان ته ليږدول سوي وه او د همدوی په اشاره ورباندی د ترهګرۍ د ملاتړ مقدمې درج سوي وې.

د پي ټي ايم د مشرانو او خپله د وزير او داوړ د وکيلانو لخوا دا مقدمې دروغ ګڼل سوي وې او دوی ويلي، کومي مقدمې

چي ددوی دواړو پر ضد درج سوي پکي هرڅه دروغ دی او دا ټول فقط د پي ټي ايم د مبارزې ختمولو  هڅي دي.

د وزير او داوړ د خوشي کولو لپاره د پېښور های کورټ ځيني سخت شرطونه هم ايښي دي.

د يادو شرطونو په هکله د غورځنګ يوه فعاله ثنا اعجاز وايي: “څلور میاشتې پس بېل ورکول او هغه بېل ته هم  دومره شرطونه اېښودل چې ډي پي او ته پېش کېږه، تاڼې ته پېش کېږه، اي سي ال کي اچول دا ټولې کېسې چي دا یو قسم ته داسې شکل ورکوي چې مونږ په یو جمهوریت کې نه بلکه په یوې مارشلا کي یا په امریت کي ژوند کوو. زموږ چي کومه د وکیلانو ډله ده هغه به ددې خلاف پېټېشن هم کوي چي دومره سخت شرایط نه دي اېښودل پکار.”

د علي وزير او محسن داوړ وکيل طارق افغان هم وايي، د موجوده سختو شرائطو پر ضد به احتجاج کوي.