کور / راپور / امريکا سعودي عربستان او متحده اماراتو ته نور سرتېري استوي

امريکا سعودي عربستان او متحده اماراتو ته نور سرتېري استوي

د امريکا د فاع وزارت وايي، چي ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د نورو امريکايي سرتېرو د لېږلو سره موافقه کړې ده.

د دفاع وزارت يا پنټاګون په يوه بيان کي ويلي، چي دغه سرتېري به سعودي او متحده عرب اماراتو ته ولېږل سي او دفاعي بڼه به ولري.

امريکا وروسته له هغه سعودي ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې، چي تېره اونۍ د عربستان د تيلو پر چاڼځايونو باندي د بي پيلوټه الوتکو بريد ددغه هيواد د تيلو توليد ته لنډمهاله درنه ضربه ورکړه.

که څه هم ددغه بريد مسؤوليت په يمن کي حوثي ياغيانو پرغاړه واخيست، خو سعودي او امريکا وايي، چي د بريد ترشا د ايران لاس وو.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ سعودي ته د لېږل کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر نه دی څرګند کړی، خو دومره ئې ويلي دي چي شمېر به ئې زرګونو ته ونه رسېږي.