کور / راپور / پاکستان کي په تېرو شپږو مياشتو کي پر ماشومانو د جنسي تشدد ۱۳۰۰ پېښي ثبت سوي دي

پاکستان کي په تېرو شپږو مياشتو کي پر ماشومانو د جنسي تشدد ۱۳۰۰ پېښي ثبت سوي دي

په پاکستان کي د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی خيريه بنسټ وايي، چي په تېرو شپږو مياشتو کي تر ۱۳۰۰ زيات ماشومان په دغه هيواد کي د جنسي تشدد ښکار سوي دي.

د ساحل په نوم دغه تنظيم وايي، چي د تشدد په دغه پېښو کي ۱۲ هلکان او ۴ جينکی وژل سوي هم دي.

د دغه تنظيم په يو تازه راپور کي ويل سوي، چي په پنجاب او سند کي ترټولو زيات  پر ماشومانو د تشدد پېښي ثبت سوي دي.

د راپور له مخي په تېرو شپږو مياشتو کي ۱۲ جينکۍ په ديني مدرسو کي د جنسي تشدد ښکار سوي دي.

دا راپور پرداسي مهال را مخي ته سوی چي دوې ورځي وړاندي د پنجاب په قصور علاقه کي  څلور ماشومان د جنسي تېري وروسته وژل سوي وه.

.