کور / #PTM / ګلالۍ اسماعيل: پاکستاني استخباراتو د پښتنو د حق غوښتني پر سر د مرګ ګواښ راته وکړ

ګلالۍ اسماعيل: پاکستاني استخباراتو د پښتنو د حق غوښتني پر سر د مرګ ګواښ راته وکړ

د بشري حقونو فعاله او د پي ټي ايم مخکښه ګلالۍ اسماعيل وایي، ځکه له پاکستان څخه ووتل، چي هلته دې ته په ښکاره د مرګ ګواښونه کېدل.

آغلې ګلالۍ چي اوس تازه امريکا ته رسېدلې په يوې مرکه کي ويلي، چي په پاکستان کي عدالت  ته لاسرسی او له هغه څخه انصاف ترلاسه کول ګرانه خبره ده.

د هغې په خبره، هلته ترهګرو ته پناه ورکول کېږي، کوم کسان چي د پوځ په ملاتړ ترهګريز فعاليتونه کوي په ښکاره او ازاد شکل ګرځي، خو کوم کسان چي د پښتنو د حقونو لپاره اواز اوچت کړي هغوی  له منځه وړي او يا ئې زنداني کوي.

آغلې ګلالۍ وايي، کله چي ئې د پښتنو د حقونو لپاره او پر هغوی د ظلمونو پرضد ئې اواز پورته کړ پاکستاني استخباراتو ټارګټ کړه او ددې د مرګ لپاره ئې پلانونه جوړ کړل.

آغلې ګلالۍ دا مهال په امريکا کي ده او د تګ په هکله ئې ډېر مالومات ځکه نه دي ورکړي چي په وينا ئې کورنۍ ته خطره پېښېدی سي.

هغه وايي، چي له پاکستان څخه امريکا ته په تګ کي ورسره ملګرو ملتونو مرسته کړې ده.

ګلالۍ په مي مياشتي کي وروسته له هغه په اسلام کي لادرکه سوه، چي کله ئې د پاکستاني رياست او خفيه ادارو خلاف خبري وکړې او پاکستانی رياست ئې په دې تورن کړ، چي په پښتني سيمو کي په لوی لاس ناامني خپروي.

پاکستاني چارواکو د ګلالس ددې وينا وروسته څو ځلي دهغې پر کور چاپه ووهل، خو دا به په لاس نه ورغلل.

پاکستاني رياست د هغې پر مور او پلار هم مقدمې درج کړې دي او د ګلالۍ غوښتنه ترې کوي.

آغلې ګلالۍ وايي، په امريکا کي به خپلي مبارزې ته په ښه توګه دوام ورکړي.