کور / د ډيورنډ کرښه / ځايي خلګ: باجوړ کي مو پاکستانی پوځ د ترهګرو په لاس وژني

ځايي خلګ: باجوړ کي مو پاکستانی پوځ د ترهګرو په لاس وژني

د باجوړ اوسېدونکي وايي، چي دلته د پاکستاني ارمي او خفيه ادارو په مرسته بيا د نا امنۍ پېښو ته لمن وهل کيږی او ناقانونه وسلوال ډېر سوي دي.

د سيمي خلګ وايي، دلته خلګ په رڼا ورځ د وسلوالو لخوا شکول کيږي، دړکۍ ورکول کيږي او په هدفي توګه وژل کيږي.

د باجوړ يو فعال حامد وايي، دلته ورځ تربلي حالات خرابېږي، هره ورځ مو يو مشر او فعال وژل کيږي د پوځ چوڼيو ته څېرمه وسلوال تګ راتګ کوي.

ښاغلی حامد وايي، اوس د باجوړ د هر اوسېدونکی زړه ته دا تېره ده چي په مخامخ ډول پوځ او استخبارات د وسلوالو ملاتړ کوي.

د سېپتمبر پر ۱۹ مه نامالومه وسله والو د ناوګۍ له تحصیله ډاکټر جبار خان وتښتولو. په همدې ورځ د مومندو په ترخو کي د وحیدګل په نامه یو زلمي وروست سوی مړی وموندل سو. هغه له دې درې ورځې مخکي د خپل کور له څنګه ورک سوی و.

همداراز تېره اونۍ د مومندو په ډبر کي په بمي چاودنه کي فضل علیم په نامه یو تن وژل سوی وو.

پاکستاني استخبارات په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړ کوي او په پښتني سيمو کي د بدامنۍ رامنځ ته کولو لپاره طالبانو ته واک ورکوي، ترڅو په خلګو کي وېره خپره کړي.