کور / د ډيورنډ کرښه / مهمندو کي ماين چاودني درې پاکستاني عسکر هلاک کړي او دوه نور ژوبل دي

مهمندو کي ماين چاودني درې پاکستاني عسکر هلاک کړي او دوه نور ژوبل دي

تېره ورځ د محکوم افغانستان په مهمندو کي د يوه ماين په چاودنه کي درې پاکستاني پوځيان هلاک او دوه نور ژوبل سول.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښي په حدودو کي ګزمه کول.

له دې څو ورځي وړاندي په سيمه کي پنځه پاکستاني عسکر د وسلوالو په يو بريد کي هلاک سول.