کور / #PTM / وزيرستان مظاهره : پوځ د پښتون نسل وژني ته ملا تړلې، د ماشومانو تعليم بند سوی دی

وزيرستان مظاهره : پوځ د پښتون نسل وژني ته ملا تړلې، د ماشومانو تعليم بند سوی دی

جنوبي وزيرستان کي تېره ورځ په سلګونو کسانو د خپلو ماشومان د تعليم بندولو پرضد مظاهره وکړه.

دغه کسان چي په مرکز ټانک کي راټول سوي وه، وويل چي ترهګر رياست په لوی لاس د پښتنو ماشومانو د تعليم مخه نيسي او هغوی په بيسوادۍ کي راپورته کول غواړي.

د مظاهرې ګډونوالو وويل، چي پوځ د پښتون نسل وژني لپاره د هري لاري کار اخلي، د هدفي  وژنو، چاپو، بمي بريدونواو ترهګريزو فعاليتونو له لاري پښتانه کمزوري کول غواړي او اوس ئې د تعليم د بندولو له لاري پښتانه په فکري لحاظ هم وژني.

د مظاهرې يو مشر حسن ميرخيل وويل، له يوې خوا مو پوځ په بمباريو او چاپو کي وژني او له بلي خوا مو نسل بې تعليمه کوي.

له څو مياشتو راهيسي په جنوبي وزيرستان کي پاکستاني ترهګر پوځ  ښوونځي تړلي دي او د پښتني ماشومانو د تعليم مخه يې نيولې ده.