کور / #PTM / سېول مارشلا یا مدني کودتاه د خاموشي پر کرښه!

سېول مارشلا یا مدني کودتاه د خاموشي پر کرښه!

‎خېبر پښتونخوا کې په ځانګړې توګه سېول مارشلا لګېدلې تر څو ټول ظلم کوونکي مخکې له مرګ څخه سر په سجده شي، په شرافت باندې د انسانېت ځای وپېژني، افغانستان کې افغانان له څلوېښتو کلونو راهیسې وژل کېږي،د یو دښمن په لاس او دېخوا لر پښتون د شلو کلونو راهیسې وژل کېږي د همدې دښمن دلاسه، که چېرته دا خلک جیګ شول نو بیا که پيېغمبر هم راشي د وینو دا سمندر به بیا ونه دروي.
‎مونږ د تشدد خلاف یوو، مونږ با امنه قام یوو، مونږ نغواړو چې د تاریخ پخوانۍ ریکار‌‌‌‌‌‌ډ مات کړو، دا ناز مو واپس درواخلئ، پدې کې د ټولو خیر دی، جنګونه چې د مذاکراتو او یا خبرو دلارې حل نشي نو بیا ځمکې نړېږي او زندګي په ویر بدلېږي، ایا په یویشتمې پېړۍ کې د دې باشعوره ټيکنالوجي په دور کې د اقتدار په دې ملکونو کې دومره شعور نشته چې د مرګونو او وژنو پر ځای انسانانو ته د امن ژوند ورکړي، هیڅوک هم دلته د همېش لپاره پاتې کېدلای نشي، دا طاقتور او له غرور نه ‌‌‌‌‌‌ډک به هم یوه ورځ ځي، نو بیا ولې، ښه به وي چې یو ښه انسان جوړ شي او ښه فیصله وکړي، تر څو راروان تاریخ ته یو ښه انسان ثابت کړي.

لائبه يوسفزۍ
‎الله د طاقت، اقتدار په ورکولو کې هم انسان ازموي، او دا هم یو غټ ازمایش دی هغو خلکو ته چې غواړي انساني تاریخ کې خپل نوم په ښه شان سره ثبت کړي، او د همېش لپاره امیر شي، ازمایش د کمزورو خلکو لپاره هم دی چې هغوی څومره د صبر لمن نیولی شي، او د خپل ځان د بهترۍ لپاره څومره جدوجهد کولی شي، د دنیا نظام همداسې چلېږي، کله د یو نمبر وي کله بیا د بل، که چې د چا نمبر وي نو که هغوي د ځان لپاره ګلان وکرل نو راروان نسل به یې همغه ګلان رېبي او که ازغي یې وکرل نو سبابه یې راروان نسل همغه ازغي رېبي او له همدې بربادېو سره به لاس او ګرېوان وي، د دنېا ټول باشعوره قامونه د خپل راروان نسل لپاره د بهترۍ سوچ کوي او پر میراث ورته یوه ښه ټولنه پرېږدي، او هغوي د یو بهترین وارث او امن خوښو په ‌‌‌‌‌‌ډلې کې له دنېا څخه ځي.
‎که چېرته په خېبر پښتونخوا کې واقیعي د اصیلو پښتنو حکومت وای نو هغوی به پدې تور قانون هیڅکله هم لاسلیک نه وای کړی، لېکن د تاریخ په پاڼو کې همېش په هر قوم کې داسې تورې څېهرې موجودې وي څوک چې د خپل ځان د عیش عشرت او د یو څو ټکو پيسو لپاره د خپل قام سودا کوي، لکه څنګه چې میر جعفر او میر صادق د همېش لپاره بدنام شويدي، او د دوي نومونه همېش په بدو الفاظو اخیستل کېږي. دا هغه خلک دي چا چې د خپل راروان نسل د سر جیګولو او د ژوند کولو حق په ای‌‌‌‌‌‌ډوانس یا مخکې له مخکې اخیستی دی.
‎له تېرو شلو کالو راهیسې د دشهتګردۍ په نوم دې جنګ پښتانه د اعصابو په مرض یا رواني تکلیف اخته کړي دي، او په خیالي خوب ویده دې حکومت کې قېمتي له اسمان سره خبرې کوي، خیبر پښتونخوا کې تعلیم، صحت او نور سهولتونه لدې څخه بهتره وو دا ټول نظام یې هم ګ‌‌‌‌‌‌ډ و‌‌‌‌‌‌ډ کړ، د طالبانو دلاسه په زور ورکېدل، له کلونه ورک خلک، هدفي وژنې، دهماکې او حتا حکومتي جامو کې ناست پولیس هم ترې بچ نشول، په زرګونو پولیس او افسران یې شهیدان کړل، او همداسې روزانه واقیعات د خلکو سوچ بدل کړی دی، اوس یې چې صوبې/ ولاېت کې فوځ ته مکمل واک ورکړی نو د پښتنو په زوره ورکېدو، بې ځاېه اعدامول، او په عدالت کې بیاد هغو چیلنج کولی هم نشي، چې دا یې د پښتون قام د مرګ او ذلالت اجازت نامه جاري کړې ده، ځکه چې چېرته هم فوځ ته اختېار ورکړل شوی دی هلته د دوي دلاسه د سیمې حالات خراب شويدي.
‎او کله چې د ظلم ښکار شوي خلک د خپل حق اواز په اوچتولو، پخپل غم داظهار رای کولو او سیمه کې د جنګ خلاف په اواز جیګولو حق واخیستل شي، نو دا سیمه جنګ زپلې کېږي پداسې حالاتو کې به عام ولس د ‌‌‌‌‌‌ډار تر سېوري لاندې ژوند پر مخ بیایي او یابه بغاوت ته ځانونه تېاروي، چې په نتیجه کې به له تباهي نه بغیر نور هېڅ نشته دی. غوره به دا وي چې د ګوندي وکیلان، مدني ټولنې او او سیاسي ګوندونه ودرېږي او په عدالت کې خپل اواز اوچت کړي.
‎همدا شان باید رسنۍ او د انساني حقونو فعالان هم د دې خلاف خپل غږ جیګ کړي، تر څو د پښتونخوا کې پر امنه پښتون قام هم د پنجاب غوندې د ازاد ژوند قابیل شي.
‎ليکواله: لائبه یوسفزۍ
‎ژباړه : عبدالقهار همت