کور / #PTM / محسن داوړ: په زندان کي د يو غټ ترهګر په څېر چلند راسره کېده، د خپلو حقونو بې برخي وو

محسن داوړ: په زندان کي د يو غټ ترهګر په څېر چلند راسره کېده، د خپلو حقونو بې برخي وو

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی او د پي ټي ايم يو مخکښ محسن داوړ وايي، چي په زندان کي ددوی سره تر ټولو زيات تشدد کيدی او همدوی هلته د هر ډول اسانتياوو څخه بې برخي وو.

محسن داوړ او علي وزير دوې ورځي وړاندي د هريپور زندان څخه د ضمانت په توګه خوشي سول.

داوړ او وزير د مي مياشتي د ۲۶ نېټې د خړ کمر له پېښي وروسته د پوځ او رياست لخوا ونيول سوه او د ترهګرۍ په ملاتړ زندان ته ولېږدول سوه، خو پر هغوی د پوځ او رياست لخوا لګول سوی هيڅ يو تور ثابت نه سو.

محسن داوړ په خپل يو تازه ټويټ کي ويلي چي “د مې د میاشتې نه تر ستمبر پورې اول د پېښور په زندان او بيا د هري پور په زندان کي ساتل سوي او په دې وخت کي رياست په دوي نور فشار سېوا کړی او په هري پور زندا ن کي يې د ترهګرو په چکۍ کي بند کړي وو”.

ښاغلی داوړ وايي، چي دوی ته په زندان کی هيڅ ډول اسانتياوي نه وې، موبايل نه وو، د خلګو سره د خبرو کولو اجازه ورته نه وه او د يو غټ ترهګر په ډول ساتل کيده.

نوموړي ويلي “د تشدد تور پرې لګول سوی کوم چي د دوي دپاره تر ټولو زیات دردونکی وو، ځکه چي دوي د عدم تشدد پېروان دي. خو دوي د خپل هدف څخه نه دي په شا کړی سوي کوم چي د امن او خلکو د برابرۍ د حقونو هدف دی او لار يې پسې د عدم تشدد خپله کړې ده”.

ښاغلي داوړ د خړ کمر پېښي ته په اشارې سره ويلي: “د خړکمر د قتل عام پېښه به په تاريخ کي په پرامنه مظاهره چيانو د ریاستي ظلم يو مثال وي”.

نوموړی وايي، د دغه پېښې وروسته ریاست د بشري حقونو سرغړونې نورې زياتې کړي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان په خړ کمر سيمه کي بريد وکړ چي ۱۶ کسان ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ښاغلی محسن وايي، دوی د خپلو خلګو د حقونو لپاره سر ورکولو ته هم تيار دی، زندان خو لا وړه خبره ده.

ښاغلي داوړ د ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه، چي ددوی په راخوشي کولو کي ئې کوښښ کړی دی.