کور / راپور / کوټه کي په ښکاره ډول طالبانو شورا د دوو قومونو ترمنځ فيصله واورول

کوټه کي په ښکاره ډول طالبانو شورا د دوو قومونو ترمنځ فيصله واورول

د کوټي په لويديځ اکاخيل اباد سيمه کي تېره ورځ د دوو قومونو ترمنځ  روغه جوړه وسوه، چي په ښکاره توګه طالبانو پکي ګډون کړی وو او د دغي جوړي په هکله فيصله هم طالبانو واورول.

د ترين او اکاخيل قومونو ترمنځ د مځکي پر سر شخړه سوې وه چي پکي د اکاخيلو قام يو تن وژل سوی او درې کسه نور ټپيان سوي وه.

ددغه دوو قومونو د روغي جوړي لپاره د کوټي په مغربي بای پاس کي يوه جرګه جوړه سوې وه، چي د وسلوالو طالبانو مشران هم پکي ناست وه او د افغان حکومت پرضد ئې خبري کولې.

جرګې ته د وينا پر مهال د طالبانو يو مشر وويل، چي په افغانستان کي د حکومت پرضد بايد جګړه نور هم زور واخلي، او بايد د جهاد ميدان ګرم وساتل سي.

دغه طالب مشر چي له نوم ښودلو پرته ئې وينا پيل کړه وويل، چي افغان حکومت د غلامانو حکومت دی او بايد کارکونکي ئې ووژل سي.

ددغي جرګې فيصله چي ترين قام به يو کروړ او اويا لکه روپۍ اکاخيل قوم ته ورکوي، هم طالبانو واورول.

د ترین قبیلې یو مشر سردار شفیق ترین خپلو ملګرو مشرانو ته وايي چي لومړی اکاخېل قبیلې واک افغان طالبانو ته ورکړی وو او بیا ترین قبیلې هم ورکړ.

دی وايي ، “لومړی یې دوي واک ورکړی وو د طالبانو شورا ته. بیا یې موږ ور وغوښتو او موږ هم واک ورکړ. اوس هغوي پرېکړې کړې ده او موږ ته یې اورولې ده. واک د هغوي دی او موږ یوازې د هغې رسمي ناستې لپاره ورځو”.

په دغه جرګه کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځيني مشران هم ناست وه.

د دغه ګوند يو مشر سردار شفيق ترين وايي، چي موږ په دې نه وو خبر چي جرګې ته طالبان هم راغوښتل سوي دي، موږ ته فقط د جرګې بلنه راکول سوې وه.

افغان حکومت تل ويلي، چي په کوټه کي پاکستاني پوځ او استخباراتو طالبانو ته پټنځايونه ورکړي دي او دهغوی مالي ملاتړ کوي.