کور / راپور / اشرف غني: په افغانستان کي د ويني تويدني مسؤول طالبان دی، ځکه اوربند نه کوي

اشرف غني: په افغانستان کي د ويني تويدني مسؤول طالبان دی، ځکه اوربند نه کوي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي په افغانستان کي د ټولو وژنو مسؤول طالبان دي، ځکه هغوی اوربند ته غاړه نه ږدي.

نوموړي دا خبري تېر ماښام په يو ويډيويي پېغام کي وکړې.

ښاغلي غني وويل، که طالبان اوربند ته غاړه کښيږدي، افغان حکومت يوه ورځ هم جګړه نه غواړي.

غني زياته کړه، افغان حکومت په تېرو پنځو کلونو کي د باعزته او تلپاتي سولي لپاره بشپړي هلي ځلي کړي دي.

نوموړي وويل: “که طالبان سوله وغواړي، موږ د یوې شېبې لپاره هم د جګړې دوام نه غواړو او دلته یو ځل بیا په صراحت سره وایم چې د ټولو قتلونو او خونریزیو ګناه د هغه چا پر غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني.”

طالبانو په وارو وارو د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو څخه انکار کړی او دا ئې لاسپوڅي حکومت بللی دی.

اشرف غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي په تېرو دوو اونيو کي د طالبانو په بمي بريدونو او د ناټو په هوايي بمبار کي تر ۱۲۰ زيات ولسي افغانان ووژل سول او په لسګونو نور ژوبل سوه.