کور / د ډيورنډ کرښه / مومندو ايجنسي کي ماين چاودني د (ايف آی يو) يو کارمند وژلی بل ژوبل دی

مومندو ايجنسي کي ماين چاودني د (ايف آی يو) يو کارمند وژلی بل ژوبل دی

د مومندو ايجنسي په پنډيالي تحصيل کي تېره ورځ د يو ښخ کړل سوي ماين د چاودني په پايله کي د ايف آی يو يو کارمند وژل سوی او بل تن ټپي دی.

چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه چې کله د (ايف آی يو) د کارمند ډاکټر طاهر موټر پر ښخ کړل سوي ماين وربرابر سو، چي په دې سره ډاکټر طاهر  ژوبل سو، خو ورسره بل ملګری ئې ووژل سو.

 د چاودنې پړه د حزب الاحرار وسله والې ډلي منلې ده.