کور / راپور / افغان حکومت يو شمېر نور طالبان خوشي کوي

افغان حکومت يو شمېر نور طالبان خوشي کوي

افغان حکومت د ځينو طالبانو د خوشي کولو لپاره د هغوی د دوسيو څېړنه پيل کړې ده.

ځيني افغان چارواکي وايي، چي د سولي د خبرو  لپاه  حکومت په دې وروستيو کي د ځينو طالب زندانيانو د دوسيو څېړنه پيل کړې ده.

د سولې لپاره ددولت وزیر سلام رحیمي ویلي تر دې وړاندې هم ګڼ طالبان له افغان زندانونو د سولې د ښه نیت په موخه ازاد سوي او حکومت غواړي د همدې هڅو په دوام یو شمېر نور طالب بندیان هم ازاد کړي.

څه موده مخکي ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې نږدې ۹۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل او ورپسې یې د اختر په مناسبت هم د ځينو بندیانو د ازادۍ امر ورکړ.

حکومت وايي له دې هڅو یې موخه دا ده، چي د سولې په برخه کي پرمختګونه وسي او افغان جګړه ختمه سي.

رحیمي بیا ټینګار کوي چي دا ځل حکومت له نوو لارو او نوو پلانونو سره د سولې خبرې مخ ته وړي.