کور / راپور / پاکستان کي د ترافيکي پېښي له امله د سرتېرو په ګډون ۲۶ کسان وژل سوي

پاکستان کي د ترافيکي پېښي له امله د سرتېرو په ګډون ۲۶ کسان وژل سوي

نن سهار د ګلګيت بالستان په ديامر ولسوالۍ کي د ترافيکي پېښي له امله ۲۶ تنه ووژل سول او ګڼ نور کسان ژوبل دي.

د راپورنو په حواله په وژل سويو کسانو کي د پاکستان ديوځ سرتېري هم سته.

دغه پېښه د مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې ده، چې د زيات سرعت په خاطر موټر د چلونکي له کنټرول څخه ووتی.

دغه مسافر وړونکي بس تېره شپه د سکردو په نوم سیمې څخه د راولپنډۍ په طرف حرکت پیل کړی و، چي په لاره کي د غره سره ټکر سو.