کور / #PTM / علي وزير: زما په مخکي پوځ پر ژوبلو کسانو ډزي کولې او هغوی ئې وژل

علي وزير: زما په مخکي پوځ پر ژوبلو کسانو ډزي کولې او هغوی ئې وژل

د پي ټي ايم فعال او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی علي وزير وايي، چي په زندان کي خورا بد چلند ورسره کېدی او د ترهګرو سره يوځای په کوټه کي اچول سوی وو.

علي وزير وايي، چي د زندان مسؤولينو د ناروغۍ پر مهال بشپړه درملنه نه ده ورکړې.

ښاغلی وزير وايي، چي موږ د ترهګرۍ په تور بنديوان سوي وو، خو موږ نه ترهګر يو او نه مو د ترهګرو ملاتړ کړی دی، فقط د خپلو خلګو د حقونو غوښتنه کوو او همدا مو جرم دی.

علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول او شاوخوا څلور مياشتي ئې په زندان کي تېري کړې.

ښاغلي وزير وويل، که چيري د خړ کمر کسان د پېښي قربانيان ترهګر وي، نو بيا پوځ ولي د پيسو ورکولو خبره ورته کول او هلته د پوځ جنرېلان او کرنېلان ورغلل او د هغوی سره ئې په ظاهره خواخوږي ولي کول؟

ښاغلي وزير وويل، چي د نيولو پر مهال د پوځ د خوا سخت تدد ورباندي وسو او دده په وړاندي پر ژوبلو کسانو ډزي کېدلې او وژل کېدل.

ښاغلی وزير او محسن داوړ د سپټمبر پر ۲۰ نېټه په ضمانت له زندان څخه راخوشي سول.