کور / راپور / راپور: چين په ځينو سيمو کي د جوماتونو نړول پيل کړي دي

راپور: چين په ځينو سيمو کي د جوماتونو نړول پيل کړي دي

د انډيپنډنټ د يوه راپور پر اساس ویل سوي چي چين په مسلمان ميشتو سيمو کي د جوماتونو او لوړو منارو د ورانولو کار پيل کړی دی.

د راپور له مخي د چين  داخلي مغولستان، هنان، نينګشيا او ګانزو هغه ولايتونه دي چي د چين حکومت د جوماتونو ورانولو ته پکي لاس اچولی دی.

راپور زياتوي، چي د لينکسيا په ښار کي د يو جومات تاريخي منارې او کنبدي هم له منځه وړل سوي دی. دغه جومات چي په چين کي  د مسلمانانو د راټولېدلو تر ټولو ستر مرکز وو د (کوچنۍ مکې) په نوم هم يادېدی او په زيات شمېر مسلمانان به ورته راتلل.

همداراز په يوننان ولايت کي درې جوماتونه تړل سوي دي او په ټول هيواد کي پر عربي ليکدود او ليکنو بنديز اعلان سوی دی.