کور / #PTM / ګلالۍ اسماعيل: په امريکا کي به د پښتنو د حقونو لپاره جدي مبارزه کوم

ګلالۍ اسماعيل: په امريکا کي به د پښتنو د حقونو لپاره جدي مبارزه کوم

د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښه ګلالۍ اسماعيل وايي چي د پښتنو د حقونو لپاره به په امريکا کي خپلي مبارزې ته لا زور ورکوي .

پر ګلالۍ باندي د پاکستان استخباراتو او پوځ وروسته له هغه د ترهګرۍ تورونه پوري کړه، چي کله هغې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پيل کړه او د پي ټي ايم په ملاتړ ئې د پښتنو لپاره اواز اوچت کړ.

آغلې ګلالۍ وايي، ځکه له پاکستان څخه ووتل، چي هلته دې ته په ښکاره د مرګ ګواښونه کېدل.

نوموړي ويلي، چي په پاکستان کي عدالت  ته لاسرسی او له هغه څخه انصاف ترلاسه کول ګرانه خبره ده.

د هغې په خبره، هلته ترهګرو ته پناه ورکول کېږي، کوم کسان چي د پوځ په ملاتړ ترهګريز فعاليتونه کوي په ښکاره او ازاد شکل ګرځي، خو کوم کسان چي د پښتنو د حقونو لپاره اواز اوچت کړي هغوی  له منځه وړي او يا ئې زنداني کوي.

آغلې ګلالۍ وايي، کله چي ئې د پښتنو د حقونو لپاره او پر هغوی د ظلمونو پرضد ئې اواز پورته کړ پاکستاني استخباراتو ټارګټ کړه او ددې د مرګ لپاره ئې پلانونه جوړ کړل.

آغلې ګلالۍ دا مهال په امريکا کي ده او د تګ په هکله ئې ډېر مالومات ځکه نه دي ورکړي چي په وينا ئې کورنۍ ته خطره پېښېدی سي.

هغه وايي، چي له پاکستان څخه امريکا ته په تګ کي ورسره ملګرو ملتونو مرسته کړې ده.

ګلالۍ په مي مياشتي کي وروسته له هغه په اسلام کي لادرکه سوه، چي کله ئې د پاکستاني رياست او خفيه ادارو خلاف خبري وکړې او پاکستانی رياست ئې په دې تورن کړ، چي په پښتني سيمو کي په لوی لاس ناامني خپروي.

پاکستاني چارواکو د ګلالس ددې وينا وروسته څو ځلي دهغې پر کور چاپه ووهل، خو دا به په لاس نه ورغلل.

پاکستاني رياست د هغې پر مور او پلار هم مقدمې درج کړې دي او د ګلالۍ غوښتنه ترې کوي.

آغلې ګلالۍ وايي، په امريکا کي به خپلي مبارزې ته په ښه توګه دوام ورکړي.