کور / راپور / ملابرادر په چين کي: که مذاکرات بېرته پيل نه سي، د ويني تويدلو مسؤول به ټرمپ وي

ملابرادر په چين کي: که مذاکرات بېرته پيل نه سي، د ويني تويدلو مسؤول به ټرمپ وي

د طالبانو سره د امريکا د خبرو لغوه کېدلو وروسته د ملاعبدالغني بردادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسيزه استازی چين ته تللی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي، چي ددوی د سياسي ډلي مشر د نهو کسانو په شمول چين ته تللي او هلته د چينايي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو ږغېږي.

ملابرادر تېره ورځ د چينايي چارواکو سره په خبرو کي وويل، چي په که امريکا بېرته خبرو ته نه کښيني نو په افغانستان کي د وينو تويولو مسؤوليت به د ټرمپ پرغاړه وي.

بل خوا افغان حکومت چين ته د طالبانو د سفر په غبرګون کي ويلي، چي دا ډول سفرونه ګټه نه کوي، مهمه داده چي طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

د طالبانو او امريکا ترمنځ وروسته له هغه خبري اتري لغوه سوې چي کله طالبانو په کابل کي د يو بريد مسؤوليت ومانه چي پکي يو امريکايي او ۱۱ افغان ځواکونه ووژل سول.

له هغه وروسته په لسګونو نور ملکي افغانان هم په بمي بريدونو او بمباريو کي ووژل سول.

امريکا وايي، ترڅو چي طالبان له ترهګريزو بريدونو څخه لاس وانه خلي خبري نه ورسره پيلوي.