کور / راپور / چارواکي: هلمند کي مو د القاعدې پنځه پاکستاني غړي وژلي دي

چارواکي: هلمند کي مو د القاعدې پنځه پاکستاني غړي وژلي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي  افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت موسی قلعه  ولسوالۍ اړوند د تخت پل کلي کی هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي، چي په پایله کي د القاعده شبکې پنځه مهم غړی وژل سوي او د یادي شبکې درې تنې ښځینه مهمي غړي چي په اردو او انګلیسي ژبو یې خبري کولې د تحقیقاتو په موخه ژوندي انتقال سوي دي.

د کندهار ولايت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي په عملیاتو کي ۱۲ پایې ټیلفونان د خارجي او داخلي سیمکارټونو سره، ۶ پایې کمپیوتران، ۵ هارډیکسونه،  ۲۰ فلشونه، ۴ سوه زره پاکستانی کلداري او ۷۵۰۰ یورو افغان ځواکونو له ځان سره راوړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چي  وژل سوي او نيول سوي د القاعده شبکې ټول غړی د پاکستان کراچۍ اوسیدونکي دي.

بل خوا ځيني راپورونه وايي، چي په دغه عملياتو کي ملکي وګړو ته هم زيان اوښتی دی.

طالبانو  په دې هلکه تردا مهاله څه نه دي ويلي.