کور / اقتصادي / پاکستاني هوايي شرکت ۱۸۰ مليونه کلداري تاوان کړی دی

پاکستاني هوايي شرکت ۱۸۰ مليونه کلداري تاوان کړی دی

د جيو ټلويزون د راپور په حواله د پاکستان  هوايي شرکت  ( پي آي اې) ۱۸۰ مليونه کلداري تاوان کړی دی.

دغه ټلويزون په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کي د پي آی اې شرکت ۴۶ داسي الوتني کړي چي هيڅ سورلۍ ئې د ځان سره نه ده وړې، چي په دې سره ئې ۱۸۰ مليونه روپۍ تاوان کړی دی.

دوی همدا راز مخکي وايي، چي د دغه ۴۶ الوتنو تر څنګ د حج د زيارت لپاره د مسافرو راوړلو پر مهال هم ۳۶ نورې الوتنې پرته د کوم مسافر وړلو څخه ترسره سوي دي.

دا په داسې حال کي ده چي پاکستان له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی او د پېسو نړيوال صندوق څخه يې په روان کال کي په لوړه کچه پور ترلاسه کړی دی.

د پېسو نړيوال صندوق په خپل يو راپور کي هم دا يادونه کړې وه، چي د پاکستان اقتصادي حالت په دې وخت کي ډېر نازک دی او که لازم او هنګامي ګامونه پورته نه کړل سول، نو پاکستان به تر دې نور هم له بد حالت سره مخ سي.