کور / راپور / هلمند کي هوايي بريد د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي شهيدان کړي دي

هلمند کي هوايي بريد د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي شهيدان کړي دي

د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کي شاوخوا ۳۰ کسان شهيدان شوی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د موسی کلا ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو ویلي، ګډو ځواکونو د بنو چینې په سیمه کي د واده په مراسمو بمباري کړي او ډيری شهيدان شوي کسان هم ښځې او ماشومان دي.

ځایي خلک وایي، په دې بمبارۍ کي څو کورونه تخریب شوي او خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ، مالي زیانونه هم اوښتي دي.

افغان امنیتي ادارو تر دامهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ځایي خلک وایي په پېښه کي ګن شمېر کسان ټپیان شوی او ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه سي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي: د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د یوه واده پر مراسمو په برید کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل سوي او ۹ نور یې ټپيان دي.

د دغې شورا غړی عبدالمجید آخندزاده زیاتوي: دغه برید تیره شپه په کنجک سیمه کي د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره سوی دی.