کور / #PTM / په زرګونو کسان د علي وزير او محسن داوړ هرکلي ته راوتلي وه

په زرګونو کسان د علي وزير او محسن داوړ هرکلي ته راوتلي وه

محسن داوړ او علي وزير چي د سپټمبر پر ۲۰ نېټه له زندان څخه په ضمانت خوشي سول اوس هر يو خپل ټاټوبي جنوبي او شمالي وزيرستان ته رسېدلي دي.

د محسن داوړ لپاره د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه او علي وزير ته د شمالي وزیرستان په مرکز ميرامشاه کي په زرګونو کسان هرکلي ته راوتلي وه.

محسن داوړ په ميرامشاه کي زرګونو پلويانو ته په وينا کي وويل، چي ترڅو ئې په زندان کي د پي ټي ايم ملګري نه وي راخوشي کړی، خپل ځان به په زندان کي احساسوي.

نوموړي په خپله وینا کي د ځینو بندي غورځنګیانو لکه عالمزېب مسود، ملا بهرام، کاکا شفیع ترین، حنیف پښتین او بلال نومونه یاد کړل.

هغه په خپله وینا کي زیاته کړه چي خپل ټول ژوند یې د خپل ولس د حقونو لپاره سپارلی دی او هېڅکله به له خپلې مبارزې پرشا نه سي او خپله دا مبارزه به یې تر هغو روانه وي چي خپل وطن ته یې امن نه وي راوړی.

بل خوا علي وزير هم په مرکز ميرامشاه کي راټولو سويو زرګونو کسانو ته په وينا کي وويل، اوس ټول په دې پوه سوي دي چي پټمخي څوک دي او څوک ئې ملاتړ کوي.

ښاغلي وزير وويل، هر څوک پوهېږي چي پر پښتنو باندي څوک جګړه تپي او ددې جګړې ترشاه د چا لاس دی.

نوموړي وويل، موږ ددې لپاره راوتلي يو چي دلته د پښتنو پر خاوره د توی سوي وینې احتساب وسي، چي په دا دومره لوی شمېر کي پښتانه چا ووژل او ولې یې ووژل او د دې لپاره اواز اوچتول یې جمهوري او اییني حق دی.