لعل محمد استاد يوتکړه مبارز وو

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 24th, 2019


ليکوال:  بشرمل ناصر

 

دپښتانه وطن په غرونو کې ننګيالې زېږدلي دي او دخپل قام له پاره يې ستړې ګاللې دې ديوه داسي کس پېژندګلوي درسره کوو چې ټوله عمريې دپښتانه ديوالي په لښکر کې تېر کړ.

لعل محمد په لاخک استاد مشهوره و د دينک زوى په کلي علي خانزى ږوب کې يې په کال 1930کې سترګې روڼې کړې. پلار يې يو غريب سړى و چې خپله غريبي به يې کوله.

لاخک استاد درې وروڼه و ضيا والحق ، محمدستانک او خان محمد دى د لاخک استاد دپلار له ميني په کوچنوالي کې بې برخې شوى دى او هغه وخت يې پلار وفات شوى دى چې کله لاخک استاد ډېر ماشوم وو.

  دمور په پښتنې غېږه کې يې دژوند ساه اخيسته دهغې په سيورې کې را لوى شوى د وروڼو مشر وو.

 په لاخک استاد مسوليتونه ډېر و او دتعليم له خوږې مېوې بې برخې و خو لا داسي خلکو سره يې ناسته ولاړه وه چې هغه دعلم او پوه خاوندان وو.  لاخک استاد که دعلم له رڼا محرومه و خو دسياسي شعور په فکر رسېدلاى کس وو.

 د خپلې غريبې ترڅنګ يې دقام او دپښتون دحق خبره کوله دپښتونستان پلوي و دخان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي دکاروان سړى و د هغه له همفکره ملکرو سره يې ناسته ولاړه کوله ـ او خپل کسب يې ډريوري وه له کتاب او مطالعې لري و د پښتانه په قامي لښکر کې يې په بشپړه توګه برخه اخيستې وه دهغو هرې غونډې او لاريونونو ته ورتلى او دمياشتې خپله بسپنه ورکوله د غړيتوب کارت يې درلود د ګوند له هغو ملګرو څخه و ـ  چې ارواښاد ساى کمال خان شيراني ته او نورو مشرانو ته ورتېر وئ د خپل اخلاص په خاطر يې په ملګرو قدر وئ د ګوند په سر يې په خپل کلي کې دکلي امام د کافر په نام ياد کړ او کليوالو له لاخک استاد سره مړى او ژوندى بند کړ چې ته کافر يې ديو چا په واده او خيرات کې به يې بلنه نه ورکوله چې کله به خيرات وکړ او کليوالو ته به يې غوښې ورولېږلې هغو به بېرته ورکړې چې ستاسو غوښې مړداړي دي او کافرغوښې څوک نه خوري خو لاخک استاد له خپله فکره او هوډ څخه نه اوښتى او دفکر لاره يې بدله نه کړه او دقام په درد کې په ځان زحمتونه ګالل دبل چا خبرې ته يې غوږ نه نيولاى ـ  لاخک استاد دبلوڅ قامي فکر له روښنفکرانو سره هم ناسته کوله چې دهغو له جملې ډاکټر مري صاحب و چې هغه ډېر سياسې ليد لور لري ارواښاد ساى بابا سره به ډاکټر شاه محمد مرې ډېر کښېنستلاى او لاخک استاد به بيا له ډاکټر شاه محمد مري صاحب په ساعتو ساعتو مجلس کولاى او ټوله ورځ به يې په روغتون کې ورته تېره کړه چې له هغه يوڅه واوري هغه وخت مري صاحب د ږوب په روغتون کې دريس په توګه کار کاوه ـ داسي جانان کاکا ، الياس لالا او نورو مشرانو سره به يې ناسته وه ـ دسياست ګټه وروسېدله چې په خپله يې تعليم کړى نه و خو دکلي له پاره يې ښوونځى دکلي وماشومانو ته جوړ کړ او ددې په سر يې ستونزي ورته جوړې کړې چې اوس دکلي ټول خلک خوشحاله دي چې هغه وخت يې مخالفت کاوه ـ  لاخک استاد خپل ځان او اولادونه دقام له پاره قرباني کړل چې هره منډه ترنډه به يې کوله ـ  چې درې زامن يې لري چې مشر زوى يې محمدصابر نومېږې او نور يو عبدالسلام او بل محمد شريف دى چې تراوسه لا دخپل پلار په ګام روان دي دقام په لښکر کې نه ستړې کېدونکې هلي ځلې کوي ـ لاخک استاد ژوند په سياست کې تېر کړ او دجمعې په ماځيکر په اتلسم ستمبر په کال 1997کې له دې ارماني نړۍ سترګې پټې کړې په ګور يې نور او ياد يې تل پاته.

Copyright Larawbar 2007-2024