کور / راپور / عمران خان ومنل چي القاعده او نوري ترهګري ډلي د آی ايس آی لخوا روزنه ترلاسه کوي

عمران خان ومنل چي القاعده او نوري ترهګري ډلي د آی ايس آی لخوا روزنه ترلاسه کوي

د پاکستان لومړی وزير عمران خان دا ومنل چي په پاکستان کي د القاعدې په شمول نوري ترهګري ډلي دوی روزلي دي او د هغوی مرسته اوس هم کوي.

عمران خان دا خبري تېره ورځ د نيويارک په څېړنيز مرکز (سي ايف آر ) کي وکړې.

نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کي وويل، چي القاعده او نوري وسوالي ډلي د آی ايس آی لخوا هغه وخت روزل کېدلې چي په افغانستان کی روسي پوځيان وه او د هغوی پر ضد د جګړې فکر هم پاکستان ورکړی دی.

عمران خان وويل، چي پاکستان اوس نه سي کولای دغه روزل سويو کسانو ته ترهګر ووايي، ځکه دا معقوله نه ده.

نوموړي د يوې بلي پوښتني په ځواب کي چي ايا پاکستان د اسامه د وژلو په هکله پلټني کړي وويل، کېدای سي پلټني سوي وي، خو زه مالومات نه ورباندي لرم.

عمران خان دا خبره هم وکړه، چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي پاکستان د امريکا ملاتړ وکړ او دا د پاکستان په تاريخ کي ستره غلطي وه.

هغه وويل، چي د روس خلاف جنګېدونکي کسان اتلان بلل کېدل او د نن ورځي جنګيالي ترهګر بلل کېږي، داسي بايد ونه سي.

عمران خان د امريکا د دفاع وزارت پخواني سلاکار جيمز مټيس هغه څرګندونو ته هم سخت غبرګون وښودی چي ويلي ئې وه، پاکستان د مذهبۍ توندلارۍ او اټومي وسلو له امله د نړۍ تر ټولو خطرناک هيواد دی.

د عمران خان د سختو نيوکو څخه داسي مالومېږي چي پاکستان په نړيواله کچه اوس ګوښي ته سوی دی او خپل ترهګرپال سياست ئې خړ پړ مالومېږي.

نړيواله ټولني په وارو وارو ويلي، چي وسلوال ترهګر کوم چي په افغانستان او نړۍ کي امن ته ګواښ پېښوي په پاکستان کي روزنه ترلاسه کوي او د پاکستان د پوځ لخوا ورته جنګي تربيه ورکول کېږي.