کور / راپور / مودي: د کشمير په پرېکړه هغه کسان خوابدي دي چي خپل هيواد نه سي اداره کولای

مودي: د کشمير په پرېکړه هغه کسان خوابدي دي چي خپل هيواد نه سي اداره کولای

د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي، چي د کشمير په پرېکړه هغه کسان خوابدي دي چي خپل هيواد نه سي اداره کولای او د ترهګرۍ روزني پرته بل کار نه لري.

ښاغلي مودي دا څرګندوني د امريکا په ټکساس ايالت کي د هندي امريکايانو يوې ستري غونډي ته په وينا کي وکړې.

دا غونډه چي د “هاوډي مودي” په نوم جوړه سوې وه پکي ۵۰۰۰۰ هندي امريکايانو ګډون کړی وو او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکي وينا وکړه.

نريندرا مودي په خپله وينا کي  وويل، چي د کشمير د نيمه خپلواک حيثيت ختمولو څخه موخه داده چي دغه خلګ هم د نورو هندي وګړو غوندي د بشپړو حقونو څخه برخمن سي او د هندوستان د نورو سيمو غوندي خپل حيثيت راخپل کړي.

ښاغلي مودي پاکستان ته په اشارې سره وويل، چي په دې پرېکړه هغه کسان خپه دي چي خپل هيواد نه سي اداره کولای، ددوی ورځنی کار د ترهګرو روزل دي او له هند څخه کرکه کول ددوی د سياست يوه برخه ده.

ټرمپ هم غونډي ته د وينا پر مهال وويل، چي نړۍ اوس د ترهګرۍ څخه ځورېږي او د بې ګناه انسانانو په وژنه کي ترهګر د هيڅ ترحم څخه کار نه اخلي.

ټرمپ وويل، چي د ترهګرۍ په له منځه وړلو کي د امريکا د هند ترڅنګ ولاړه ده.

د مودي او ټرمپ د څرګندونو وروسته تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان دا ومنل چي پاکستاني استخبارات ( آی ايس آی) القاعده او نوري ترهګري ډلي روزي او دا معقوله نه برېښي چي اوس دي هغوی ته ترهګر ووايي.

عمران خان دا هم وويل، چي د امريکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کي د پاکستان برخه اخيستل ددغه هيواد (پاکستان) ترټولو ستره تاريخي غلطي وه.