کور / راپور / هند وايي، پاکستان ئې پرضد نور ترهګر روزلي، خو دا ځل به د هند ځواب ډېر قوي وي

هند وايي، پاکستان ئې پرضد نور ترهګر روزلي، خو دا ځل به د هند ځواب ډېر قوي وي

د هند د پوځ لوی درستيز بيپين راوت ويلي، مالومات ئې ترلاسه کړي چي پاکستان په کشمير کي د ترهګرو روزنځايونه زيات کړی او ۵۰۰ ترهګر ئې ددې لپاره روزلي ترڅو هند ته ئې د جګړې لپاره ولېږي.

ښاغلي راوت وويل، چي د پاکستان تر کنټرول لاندي کشمير په بالاکوټ سيمه کي د ترهګرو روزنيز کمپونه بيا فعال سوي دي.

نوموړي د تېري فبرورۍ ۲۶ نېټې د پلوامې بريد ته په اشارې سره وويل، چي دا ځل به د هند ځواب ډېر قوي وي.

د فبرورۍ پر ۲۶ نېټه په پلوامه کي يوه ځانمرګي بريدګر شاوخوا ۴۰ هندي سرتېري ووژل او د بريد پړه پاکستان ميشتي ترهګري ډلي (جيش محمد) پرغاړه واخيسته.

د هند د پوځ لوی درستيز وويل: “پاکستان اوربند مات کړی او تروریستان یې زموږ خاورې ته لیږلي. موږ پوهیږو چې د اوربند ماتوونکو ته څنګه ځواب ووایو. زمونږ نظامي ځواکونه پوهیږي چې په داسې حالت کې څنګه غبرګون وښيي. “

د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي ورسته له هغه نوري هم ترېنګلي سوې چي کله کله هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او کشمير ئې په بشپړه توګه د هند تر قانون لاندي راوست.