کور / راپور / حنيف اتمر: د ميزان پر ۶ کېدونکو ټاکنو کي برخه نه اخلم

حنيف اتمر: د ميزان پر ۶ کېدونکو ټاکنو کي برخه نه اخلم

په ولسمشريزو ټاکنو کي د سولي او اعتدال ټيم مشر حنيف اتمر وايي، چي په راتلونکو ټولټاکنو کي ګډون نه کوي، خو که ټاکني وځنډېږي دی به خپل د کانديدۍ حق وساتي.

ښاغلي اتمر په يوې خبرپاڼه کي چي دده پر رسمي فيسبوکپاڼه خپره سوې ویلي، چي  که ټاکني د تلي پر ۶ نېټه کېږي، دی به پکي ګډون نه کوي.

نوموړي دا هم ويلي، چي په ټاکنو کي د نورو کسانو د ګډون مخه نه نيسي.

ښاغلي اتمر ويلي: “غواړم چي یو واربیا د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې نیټې په انتخاباتو سیالیو کې د نه ګډون په اړه عزیزو هېوادوالو ته خپله پرېکړه واوروم، خو که ټاکنې ځنډول کیږي، د کاندید په توګه خپل حق خوندي ساتم. همدغه راز په را روانو ټاکنو کې به بېطرف یم او د هېڅ‌ یوکاندید ننګه نکوم. “

له دې يوه ورځ وړاندي هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړو ځينو نوماندانو د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کول او وئې ويل، چي د افغانستان اوسني شرائط ټاکنو ته اماده نه دي او بايد د سولي لپاره کار وسي.